افغانستان

د طالبانو له بنده د فعالانو د خلاصون لپاره غوښتنې

د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو حقونو د فعالانو په بند کې د پاتې کېدلو دوام له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د مدني فعال او د پوهنتون استاد رسول پارسي مدافع وکیل وایي چې طالبانو هغه په کفر ویلو او د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو په جرم زنداني کړی دی.

له بلې خوا د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره زنداني شوي خبریالان، ښځې، پخواني پوځيان او د پوهنتون استادان له قید او شرطه پرته خوشې کړي.

رسول پارسي ۲۹۶ چې د طالبانو له خوا په کفر ویلو او د طالبانو پر ضد په تبلیغاتو تورن شوی د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى دى، د پوهنتون استاد او د مدني او رسنیزو فعالانو څخه و چې څو ځله يې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سختو سياستونو نيوکې کړې دي.

د طالبانو محکمې د روان هجري لمریز کال د لړم په اتمه په شپاړس میاشتې بند محکوم کړ.

پر دې سربېره، د لېندۍ په ۲۰مه طالبانو په دايکندي کې د “نسيم” راډيو مسؤول “سلطان علي جوادي” په يو کال بند محکوم کړی دی. نوموړی هم د تلې په ۱۵مه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو او بهرنیو رسنیو ته په جاسوسۍ تورن شوی دی.

طالبانو په کندهار کې د تمدن خبریال “عبدالرحیم محمدي” او په پروان کې سیمه ییز خبریال “ضمیر ظهیري” ونیول او تر اوسه یې د خلاصون خبر نشته.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمیټې مشره سمیه ولي زاده وايي: «له بده مرغه له څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره زیات شمېر خبریالان او د رسنیو فعالان پرته له دې چې کوم جرم وکړي نیول شوي دي، چې د اندېښنې وړ دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو له خپلسري نیولو ډډه وکړي او دغه نیول له وضع شویو قوانینو، په ځانګړې توګه د عمومي رسنیو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.»

له دې سره هم مهاله په افغانستان کې یوه معترضه او د بشري حقونو فعاله “منيژه صدیقي” ۷۹ ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل په “خیرخانه” کې ونیول شوه.

د بشري حقونو فعالان او د رسنیو ټولنه طالبان په دې تورنوي چې د عدالت غوښتونکو اوازونو په ځپلو لاس پورې کوي او وايي چې په دې ډول نیولو سره غواړي د ښځو، د رسنیو فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو د عدالت غوښتنو مخه ونیسي.