افغانستان

د پاکستاني پوله ساتونکو په ډزو دوه افغانان ووژل شول

سرچینې وايي چې د پاکستاني پوله ساتونکو د ډزو په پایله کې دوه افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د زابل په شملزو ولسوالۍ کې ځينې ځايي سرچينې وايي، وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي او غوښتل يې پاکستان ته لاړ شي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځینې سرچینې وايي چې د ټپیانو وضعیت هم نازک دی.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې ظاهراً د طالبانو او پاکستان تر منځ سیاسي کړکېچ په افغان کډوالو او د خلکو پر تګ راتګ ناوړه اغېز کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: «دا ځکه چې د ډېری طالبانو کورنۍ په پاکستان دي او د پاکستان ای‌ایس‌ای د طالبانو پر ضد ډېرې دوسیې لري او طالبان ویره لري چې د دوی دوسیې افشا نه شي. طالبان په ټوله نړۍ کې منزوي دي او نه غواړي چې له خپلو ګاونډیانو سره ونښلي.»

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د طالبانو چورلکې ټپیان او مړي لېږدوي.

خو تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیزالدین معارج وايي: «هر ډول لاس‌وهنه چې د بهرني هېواد له خوا ترسره کیږي، په ځانګړې توګه ډزې او مستقیم برید، یعنې پر وګړو برید، حاکم نظام مستقیم مسوولیت لري چې د خپلو خلکو له عزت او هویت دفاع وکړي. که غلي کېني مانا دا چې حاکم نه دی، لاسپوڅی او غلام نظام دی او د هېواد ازادي، محرمیت او خپلواکي یې بل چا ته سپارلې، او دا نظام سمبولیک دی.»

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه‌والي خبره کوي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان سره نږدې پنځوس سرحدي نښتې شوې دي.