افغانستان

رینا امیري: په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی باید لغوه شي

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې د طالبانو له خوا په نادولتي بنسټونو او ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز «د حیاتي بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره جدي ګواښ دی.»

هغې پر ایکس لیکلي، ان په هغو بنسټونو کې چې ښځو ته کار اجازه هم ورکړل شوې ده «دغه محدودیت دوی د وېرې او ګواښ پروړاندې زیانمنې کړې دي.»

نوموړې ټینګار کړی، چې اړتیا ده د «بندیزونه لغو کړئ» شعار د افغانانو ترمنځ پیاوړی شي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنت وايي، چې یو ځل بیا په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د لګول شوي محدودیت د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

هغه ټینګار کړی چې د هېواد د اقتصاد لپاره د ښځو رول مهم او ونډه یې د افغانستان ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده.

طالبانو یو کال مخکې په نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړې.