روغتیا

د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د ۷ ورځني کمپاین پيل

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د طالبانو د روغتیا وزارت د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د اووه ورځني کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې یاد کمپاین به د کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو په ۴۲ ولسوالیو کې تطبیق شي.

د دې وزارت په وینا، تر ۱۰ کلنۍ کم عمره کابو دوه نیم میلیونه ماشومان به واکسین شي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ۸ میلیون او ۸۰۰ زره ماشومان د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو همکارانو له خوا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ګوزڼ له واکسین څخه برخمن شول.

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین اکټوبر میاشت کې هم په همدې برخو کې په لار اچول شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې په پای کې ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوه.

د روان کال له پیل راهیسې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې راپور شوې چې دا پېښې ټولې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي. دغې موضوع د هېواد نورو برخو ته د پولیو ویروس د احتمالي پراختیا په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دې ویروس د ماشومانو د اخته کېدو ګواښ له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو وروسته زیات شوی دی.