افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۷۰۰ افغان کډوالو ایستل

د پاکستاني رسنیو له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې ۱ زر او ۷۶۹ بې‌اسناده افغان کډوال چهارشنبه ورځ د لیندۍ پر ۲۹ نېټه له پاکستانه ایستل شوي دي.

دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک پولې له لارو هېواد ته دننه شوي.

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، په تېرو نږدې ۷ اونیو کې ۴۴۱ زره او ۸۳۹ بې‌اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.