افغانستان

ملګرو ملتونو د افغانستان د چوکۍ لپاره د طالبانو وړاندیز بیا رد کړ

د ملګرو ملتونو د اعتبارلیک کمیټې طالبانو ته په دې سازمان کې د افغانستان د چوکۍ د سپارلو پرېکړه د درېیم ځل لپاره وځنډوله.

دغې کمیټې د عمومي اسمبلې په ۷۸ ناسته کې د افغانستان د استازولۍ لپاره دوه وړانندیزونه وڅېړل.

لومړی مورد د ۲۰۲۳ د اګسټ پر ۲۵ نېټه نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د دایمي استازولۍ د شارژدافیر له خوا وړاندې شو. دویم ځل د ۲۰۲۳ د سپټمبر پر ۱۷ نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا و.

دا کمیټه وايي چې «پرېکړه وشوه د برما او افغانستان د استازو د اعتبارلیک څېړنه وځنډوي.» د دې کمیټې په وینا، دا پرېکړه د رایو له اخیستو پرته تصویب شوه.

د دې پرېکړې په پایله کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازی نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

له دې مخکې، ملګرو ملتونو دوه ځله طالبانو ته د افغانستان د استازولۍ سپارل ځنډولي دي.

فایق چې د افغانستان د مخکیني دولت له خوا ټاکل شوی دی، اوس‌مهال د دایمي استازي په توګه ملګرو ملتونو کې فعالیت کوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته، ملګرو ملتونو کې د یوې چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ځینې هڅې کړې دي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې ده، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره باید دوی د ښځو حقونو له دې جملې زده‌کړو او کار، د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو او نړیوالو قوانینو ته خپله ژمنتیا وښيي.