افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربتوب کوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي (یوناما) نن سه شنبه اعلان کړی، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ رییسه روزا اوتونبایوا به سبا چهارشنبه د ډسمبر پر ۲۰ د افغانستان وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

دا ناسته تېره اونۍ د امنیت شورا له پټې ناستې وروسته د افغانستان په اړه د خبرواترو لپاره رامنځته کېږي.

مخکینۍ ناسته د افغانستان په اړه د فریدون سینیرلي اوغلو د څېړنې د راپور په ځواب کې د ښځینه فعالانو له خوا پر مطرح شویو اندېښنو متمرکزه وه. فوزیه کوفي، اصیلا وردګ او یلدا رویان د دې ناستې د ګډونوالو له ډلې وې.

د سینیرلي اوغلو راپور چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي په غوښتنې جوړ شوی، ستراتیژیک لرلید یې خپل کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.

د یوناما راپور چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، افغانستان کې له بشري حقونو د دوامداره سرغړونې د جزییاتو له دې جملې د ناقانوني وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او د ملکي وګړو د په نښه کولو په اړه و.