افغانستان

له افغانستانه د اسلام آباد د اندېښنو په اړه د ملګروملتونو له سرمنشي سره د پاکستان د پوځ د مشر خبرې اترې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان په اړه د اسلام اباد پر اندېښنو خبرې اترې کړې دي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې جنرال عاصم منیر له افغانستانه د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتونکی دی.

له دې سره هم مهاله، د پاکستان د بلوڅستان ایالت د اطلاعاتو مؤقت وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ترهګرو ته د طالبانو د پوځي قوماندانانو مرسته د اسلام اباد لپاره د منلو وړ نه ده.

ظاهراً د پاکستان پر پوځ د بریدونو د زیاتوالي له امله د پاکستان تر ټولو جګپوړی پوځي چارواکی جنرال عاصم منیر امریکا ته تللی دی.

تر اوسه د پاکستان د پوځ مشر د دفاع له وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت له مرستیال او د امریکا له لوی درستیز سره د پاکستان پر امنیتي اندېښنو خبرې اترې کړې دي.

تازه، جنرال عاصم منیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان د وضعیت په اړه د اسلام اباد اندېښنې شریکې کړې دي.

له بلې خوا د شنبې په ورځ د بلوڅستان د اطلاعاتو مؤقت وزیر وویل چې داسې اسناد لري چې ښيي په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو رېښې په افغانستان کې دي.

د بلوڅستان د اطلاعاتو مؤقت وزیر جان اڅکزی وايي: «موږ د بهرنیو چارو وزارت په کچه ټول اسناد ورکړي، له دوی سره مو ټول معلومات شریک کړي دي. تر دې دمه موږ د دوه ګوني لوبې شاهدان وو. ښکاره هڅې چې روانې دي، دوی چې مرکزونه لري هغوی ته وسلې ورکول کېږي، د افغان طالبانو قومندانان له هغوی سره مرسته کوي، دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده، د ټانک او کرک په پېښه کې چې یو افغان وګړي له هلمند څخه په کې لاس درلود د یوه افغان طالب مهم قوماندان ورور و، موږ ټول شواهد لرو چې دا ډول ترهګریز بریدونه له هغه ځایه تنظیم شوي دي.»

په دې وروستیو میاشتو کې پاکستاني پوځیان له یو لړ بریدونو سره مخامخ شوي دي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې اوس اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتونکی دی.

د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش وايي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو او د دوحې د هوکړې له نه عملي کېدو او همدارنګه د پاکستان د پوځ له ناسمو تګلارو وروسته ترهګرو ډلو یو ځل بیا په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی او د دوی لومړۍ موخه له ناڅرګندو پولو تېرېدل او پاکستان کې د ترهګرۍ رامنځته کول وو چې د ترهګرو د نافرمانۍ غږ په نړیوالو غونډو کې د پاکستان د پوځ غږ پورته کېږي.»

سیاسي کارپوه عزیزالدین معراج وايي: «ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرۍ مرکز، د هغوی د پالنې او ملاتړ ځای پاکستان و، خو پاکستان غواړي چې دا مسئله پر افغانستان توره کړي ځان پاک وښيي او ځان قرباني وښيي، چې له نړۍ څخه پیسې ترلاسه کړي او په همدې پلمه خپله کورنۍ پالیسي چې خرابه شوې جوړه کړي.»

وسله والو طالبانو د بلوڅستان د استخباراتو د مؤقتي وزیر ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د پاکستاني چارواکو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې څلور ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان کې د وسله والو په بريد کې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول.