افغانستان

د ژوندانه د لومړنیو امکاناتو او سرپناه له نشتونه د هرات د زلزله ځپلو شکایت

د هرات ځینې زلزله ځپلي وايي، چې د ژمي په رارسېدو نه د اوسېدو لپاره مناسب ځای لري او نه هم د ژوند لومړني امکانات ورته برابر شوي.

هغوی د مرستو د وېش پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې د ډېرو مرستو په راتلو سره سره دوی ته یې د وېشلو بهیر په سمه توګه نه دی مدیریت شوی.

تېره اونۍ د زلزله ځپلو لپاره د قطر د بشردوستانه مرستو ۷۰ ټني جوپه هرات ولایت ته ورسېده.

د هوا سړوالي هغه کسان چې سرپناه او لومړني امکانات نه لري تر نورو ډېر له ننګونو سره مخ کړي دي.

راز محمد د هرات د زلزلې یو زیانمن دی چې د سرپناه د نه لرلو له امله یې د یوه خپلوان کور ته راغلی او د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی.

راز محمد وايي: «د خلکو په انګړ کې ناست یو. یو بې لاسو زوی لرم. نور هېڅ هم نه لرو.»

تېره اونۍ قطر د هرات د زلزلې ځپلو لپاره د بشردوستانه مرستو د ۷۰ ټني جوپې د رالېږلو خبر ورکړی و.

هرات کې د سرې میاشتې عملیاتي مرستیال عبداللطیف ثابت وايي: «دا مرستې چې نن موږ ته رسېدلې، ۷ زره او ۷۵۰ کمپلې او ۲۰ ټنه خرما د قطر د «هلال احمر» او د خوراکي توکو ۲ زره بستې او زر روغتیایي کېټونه د «جمعیتِ خیریه» له خوا رالېږل شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې زیانمن د دې مرستو د عادلانه وېش غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکی غلام رسول وايي: «راشئ زما ژوند له نږدې وګورئ؛ که مستحق وم مرسته راسره وکړئ، که نه وم مه یې کوئ. راشئ زما وضعیت په خپلو سترګو وګورئ.»

په تېرو لسو ورځو کې ترکیې او اردن هم د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو جوپې رالېږلې دي؛ خو د زیانمنو اصلي پوښتنه دا ده چې مرستې څه ډول او په کومو معیارونو او کړنلارو وېشل کېږي؟