افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د ۲ زره او ۷۷۱ افغان کډوالو ایستل

د پاکستاني رسنیو له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې تېره یوه ورځ (د لیندۍ پر ۱۲) دوه زره او ۷۷۱ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې سره له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو ټولیز شمېر ۴۰۷ زره او ۶۰۸ تنو ته رسېږي.

دا کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې یکشنبه (د لیندۍ پر دوولسمه) د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې ۱ زر او ۷۲۸ کډوال افغانستان ته را ایستل شوي دي.

د دې وزارت په وینا، ۲۰۰ کورنۍ چې یو زر او ۹۸ تنه پکې شامل دي د سپین بولدک پولې له لارې هېواد ته دننه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، په دې کسانو کې درې بې‌سرپرسته ماشومان هم وو چې د کډوالۍ سازمانونو ته وړاندې شوي دي.

سربېره پر دې، ۱۳۰ کورنۍ چې ۶۳۰ تنه پکې شامل دي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په هغو کسانو کې چې له پاکستانه ایستل شوي دي ترټولو زیات شمېر ماشومان جوړوي.