افغانستان

په کندهار کې د کار پر نشتوالي د دې ولایت د اوسېدونکو نیوکه

د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کار نشتوالی د اقتصادي وضعيت د خرابېدو يو عمده لامل ګڼي.

د کندهار کارګران وايي، هره ورځ د دې ښار په کوڅو کې د کار موندلو لپاره ګرځي، خو د کار د نشتوالي له امله د شپې له خوا تش لاس کور ته ستنېږي.

دا د کندهار په ښار کې، یوه له هغو سیمو څخه ده چې هره ورځ لسګونه کارګران ورته د کار موندلو لپاره راځي، خو دوی وايي، د کار د نشتوالي له امله په همدې ځای کې ورځ پرې ماښام شي او بې له هيڅ لاسته راوړنې کور ته ستنېږي.

د کندهار اوسېدونکی زمری کارګر وايي: «نن دولس او یا ديارلس ورځې کېږي چې موږ دلته بېکاره يوو، او هيڅ کار نه دی پیدا شوی، هوا هم په سړېدو ده، له کور څخه زنګ راځي چې باید کور ته سودا ور وړم، خو په کومو پيسو کور ته سودا واخلم؟»

اوس د دوی غوښتنه دا ده چې د اقتصادي ننګونو د مخنیوي لپاره دوی ته دایمي کار برابر شي.

د کندهار یو کارګر محمد داوود بیا وایي: «زموږ لپاره باید دایمي کاري زمینه برابره شي. که له موږ سره د غوړو یا نورو لومړنیو توکو مرسته وشي، موږ یې نه غواړو او زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې دوی زموږ لپاره د کار زمینه برابره کړي.»

وايي چې د ساړه موسم په رانږدې کېدو او د کار د نشتوالي له امله د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو اندېښمن دي.

د کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم د دغو کارګرانو د ژوند ناوړه شرايطو اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالباري وايي: «د دوی شپې او ورځې د کار موندلو لپاره تېرېږي، دوی کورنۍ او ماشومان لري او دوی اړتیا لري چې د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ موندلو لپاره کار وکړي.»

له ډېرې مودې را په دې خوا، د کار نشتوالی په افغانستان کې یوه له مهمو ننګونو څخه وه، خو افغان ښاریان وايي چې په تېرو دوو کلونو کې دا ستونزه ډېره شوې ده.

تازه د “سره صلیب” د نړیوال فدراسیون یو راپور ښیي چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ شوی او تر نیمايي زیات افغانان له دغه کړکېچ سره مخ دي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.