افغانستان

پاکستان: طالبانو د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو د شنډولو لپاره ځانګړي تضمینونه ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د پاکستان د طالبانو تحریک د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره مشخص ضمانتونه ورکړي دي.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې اسلام آباد د ټي‌ټي‌پي پر ضد د طالبانو د اقداماتو له پایلو ناهیلې شوی، خو د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو چینلونه او خبرې اترې لا هم روانې دي. د هغه په ​​وينا، پاکستان غواړي چې د دغه هېواد پر ضد د وسله والو ډلو پر وړاندې د طالبانو کړنې په عمل کې وګوري.

له دې سره هم مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې راغلي دي چې د ټي ټي پي، القاعدې او د داعش د خراسان څانګې د بهرنیو عملیاتو پر وړاندې د طالبانو وړتیا څرګنده نه وه.

پاکستان یو خونړی کال تېر کړ. ټي ټي پي او څو نورو ډلو د دغه هېواد په ځینو برخو کې پر له پسې بریدونه کړي دي.

اسلام آباد وايي، چې د دغو بریدونو عاملین په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي. اسلام آباد له طالبانو د خپلو مخالفینو د پټنځایونو پر وړاندې د اقدام کولو د غوښتنو په دوام، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د ټي ټي پي د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره مشخص ضمانتونه ورکړي دي.

که څه هم دغه وزارت د دې ضمانتونو په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کوي؛ خو وايي، له دې سره چې اسلام اباد د طالبانو له کړنو مایوسه دی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو لارې خلاصې د

په خیبر پښتونخوا کې د سما ټلویزیون مسوول محمود جان بابر وايي: «افغان طالبان نه غواړي چې ټي ټي پي سره کار ولري، دوی وايي، هغوی موږ ته نه یوازې په پاکستان کې پناه راکړې وه، او کله چې موږ د امریکا پر ضد جګړه کوله، دا ټي ټي پي وو چې له موږ سره یې د امریکا پر وړاندې اوږه په اوږه جنګېده، اوس موږ د هغوی پر ضد عمل نه کوو. که طالبان اقدام وکړي، د دوی خپل خلک به ناراحته شي.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «اوس مهال باور شتون نه لري، د دواړو خواوو تر منځ بې باوري ډېره ده، د بې اعتمادۍ له امله دواړه لوري خبرو ته نه کېني، که څه هم په ظاهراً یې ښکاره کوي، خو د حل لاره یې نه شي موندلی.»

په وروستي ځل، د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي د انشعابي د څانګې مشر حافظ ګل بهادر، ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري. د ګل بهادر ډلې قوماندان؛ د خيبر پښتونخوا په بنو ښار کې د تېرې اوونۍ د ځانمرګي بريد مسوول کس و. خو طالبان وايي، چې د پاکستان هېڅ مخالفت ته به اجازه ورنه کړي، چې د دغه هېواد پر ضد فعالیت وکړي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام اباد د ښې پایلې تمه لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي وايي: «د پاکستان په خاوره کې، دوی د ځان لپاره کلیدي ځای لري، هغه سیمې چې دوی کولای شي تګ راتګ وکړي، فعالیت وکړي او د پاکستان د حکومت پر ضد اقدام وکړي. دا د طالبانو او د پاکستان د دولت تر منځ یوه جدي ستونزه ده، او دا په دومره ساده ګۍ، د حل وړ نه ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ترهګرۍ په اړه په یوه راپور کې وايي، چې په داسې حال کې چې طالبان ژمن دي چې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې له افغانستان څخه د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد د بریدونو لپاره کار واخلي، د القاعدې او تحریک د عناصرو د بهرنیو عملیاتو د مخنیوي توان لري. د پاکستان د طالبانو او د داعش د خراسان څانګه معلومه نه ده.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازي وايي: «ښه ده چې ګډه مبارزه پیل شي او په ګډه ټولنه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وشي.»

د پاکستان موقت حکومت ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی او ځینې دا بریدونه له افغانستانه پلانېږي. خو طالبان بیا وايي، چې اسلام آباد په تورنولو سره له خپلو امنیتي ناکامیو تښتي.