افغانستان

د سینیرلي اوغلو د راپور په وړاندې غبرګونونه؛ سپنتا: اړتیا نه وه چې په دې راپور کې طالبان «سپین» وښودل شي

د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د هرات ناستې په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور په اړه غبرګون وښود او وې ویل، چې اړتیا نه وه په دې راپور کې طالبان سپین وښودل شي.

د دغو غبرګونونو په منځ کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ چې د دې غونډې په یوه برخه کې یې وینا کوله، پر دغه راپور په ورته نیوکې سره وویل چې د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو کړنه له تضاد سره مخ ده.

د سرچینې په وینا؛ د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حکم د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړی راپور جوړ کړی او تمه ده چې ملګري ملتونه د هغې چوکاټ کې له افغانستان سره معامله وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور په اړه د غبرګونونو دوام.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا دلته د هرات د امنیتي خبرو په غونډه کې وايي او باور لري چې د ښاغلي اوغلو راپور د طالبانو د سپینولو په موخه وو.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي: «زه غواړم ټینګار وکړم چې د دې طرحې د وړاندې کولو لپاره هېڅ اړتیا نه وه، چې د طالبانو په اړه سپیناوی وشي او د دې ټولو تروریستي او ظالمانه سیاستونو په مینځ کې یې یادونه وشي چې زموږ په هیواد کې د حاکمو وحشي سیاستونو په ځانګړې توګه د جنسیتي اپارتاید پالیسۍ د پلي کولو په پرتله ارزښت ونه لري.»

د دې غونډې په دوام کې ورته نیوکې هم شته. په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ هم وايي، چې په باور یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې تضاد موجود دی.

مېرمن بارکزۍ په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د احتمال په اړه د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور ته اشاره کړې چې د ښاغلي اوغلو راپور د مېرمن بارکزۍ په وینا د تعامل په اړه دی.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي: «په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ډیر مهم راپور کې، چې ټاکل شوې په دې اړه غونډه وکړي. ښه، کله چې دوی د جرمونو مرتکبین ګڼل کیږي، نو څنګه همدغه سازمان، ملګري ملتونه له طالبانو سره د تعامل یا د دوی په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي. نو دا د سازمان لپاره دوه ګونی لید دی.»

د ښاغلي اوغلو راپور چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حکم، له افغانستان سره د نړۍ د چلند د څرنګوالي په اړه جوړ شوی وو، د نړۍ د ملي امنیت شورا په میز دی.

دا راپور درې مهم وړاندیزونه لري چې په کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل، د افغانستان لپاره د تماس ډلې جوړول او د ملګرو ملتونو له ادارې سره د ځانګړو استازو د غونډو دوام شامل دي.