افغانستان

د سینیرلي اوغلو د راپور په اړه د طالبانو او د ملګرو ملتونو چارواکو خبرې‌اترې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) رییسې رزا اوتونبایوا او مرستیال یې مارکس پوټزل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کابل کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور په تړاو خبرې‌اترې وکړې.

یوناما پر ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې همداراز له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو د اړتیاوو، د نجونو او ښځو حقونو د تامین له دې جملې زده‌کړو ته بشپړ لاس‌رسی او د دوی د کار په اړه هم خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې اغلې اوتونبایوا د نشه‌يي توکو له کرنې سره د مبارزې لپاره پر نوښتونو هم ټینګار کړی دی.

یوناما زیاته کړې: «په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خلکو جدي اړتیاوو ته په ځانګړې توګه د راروان ژمي په درشل کې د رسېدنې لپاره دوامداره تعامل ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.»

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور یو شمېر مهم وړاندیزونه رد کړي دي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارلو وړاندیز یې موازي جوړښت بللی دی.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو راپور د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه سیاسي بهیر پیل او د لارې نقشه وړاندې کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي. همداراز له نږدې یوه کال راهیسې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلې دي.