افغانستان

د آزادۍ جبهې په بریدونو کې د لسو طالبانو د وژلو ادعا

عکس له آرشیف څخه

د آزادۍ جبهې پرون جمعه د لیندۍ په درېيمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ددې جبهې غړو په کابل، پروان او تخار ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

دغې جبهې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې لږترلږه لس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د دې جبهې په اعلامیه کې راغلي چې د نوموړې جبهې غړو د لیندۍ د درېيمې په شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستې برید وکړ چې له امله یې درې طالبان مړه او دوه نور ټپیان شول.

ددې جبهې په وینا، د جمعې په ماښام د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د آزادۍ جبهې غړو په بل برید کې د طالب قوماندان په ګډون څلور طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شوي دي.

دا جبهه وايي چې د کابل په شپږمه حوزه کې د ګلخانې سیمې پر پوسته په برید کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغې جبهې همدارنګه په یوه بله اعلامیه کې ادعا کړې چې د تخار ـ کندز پر لاره د دوی په برید کې یو طالب قوماندان وژل شوی او یو بل ټپي دی.  

اخوا، طالبانو په یوه اعلامیه کې یوازې د کابل ښار د کوټه سنګي سیمې پېښه تایید کړې ده.

طالبان وايي چې په کوټه سنګي کې د تېر ماښام چاودنه د لاسي بم له امله وه.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي په دې پېښه کې ناپېژانده کسانو د اوبو پر یوې زېرمې لاسي بم غورځولی دی.

د هغه په وینا په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.