افغانستان

د مسکو ناسته: احمد مسعود د سینیرلي اوغلو راپور «نیمګړی» وباله

د روسیې د پلازمیني مسکو ښار پرزیدنت هوټل، په وروستیو کلونو کې د نن په شان تل د افغانستان د ناستو کوربه و.

اوس هم «د روسیې د عادل ګوند او عادلې نړۍ بنسټ» په کوربتوب د طالبانو د مخالفو بهیرونو د ناستې کوربه دی.

د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا غړي محمد محقق، فوزیې کوفي او شکریې بارکزۍ په دغه ناسته کې ګډون درلود. د رپوټونو پر بنسټ طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړ شوې او استازي یې پکې برخه نه لرله.

په دغه ناسته کې احمد مسعود خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د هغه په اند «طالب‌ستان» بدل شوی او جدي اړتیا ده چې سیمه او نړۍ له افغانانو سره «واقعي سولې» ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

په دې ناسته کې ښاغلی مسعود د افغانستان په اړه د ښاغلي سینیرلي اوغلو د راپور په اړه نیوکو ته اشاره وکړه.

هغه وايي: «د یادولو وړ ده چې په همدې لړ کې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي سینیرلي اوغلو وروستی راپور له تمو سره سره پياوړتیا او بشپړېدو ته اړتیا لري او زما په اند کمزوری او نیمګړی دی. ددې راپور متن کمزوري ټکي لري چې د تصویب په صورت کې به په افغانستان کې وضعیت خراب شي.»

هغه زیاته کړه: «افغانستان په روښانه توګه د خلکو لپاره په تور او ګونګ ټاټوبي او د افراط پالنې، ترهګرۍ او قاچاق کوونکو او نورو په شان ورانکارو ډلو لپاره په جنت بدل شوی دی.»

د ښاغلي مسعود په وینا، له افغانستان سره د سیمې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره هر ډول اړیکه باید خلکو او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته د درناوي پر بنسټ وي.

احمد مسعود زیاتوي: «هېڅ اړیکه ستراتیژیکه نه شي کېدای؛ خو د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري، اوسني شرایط په هېڅ توګه د افغانانو رضایت او ملاتړ له ځان سره نه لري.»

محمد محقق هم په دغه ناسته کې امریکا له طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي، که مذاکره پایله ورنه کړي د مقاومت عالي شورا به د طالبانو په وړاندې د «میداني مقاومت» لاره غوره کړي.

په دغه ناسته کې یو شمېر نورې ویناوې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د بد وضعیت په اړه وې.

طالبانو تراوسه ددې ناستې په اړه رسمي دریځ نه دی بیان کړی. خو په تېرو دوو کلونو کې، د دغه راز ناستې ترسره کول کمساري دي، ځینې شننې شته چې د سیمې یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره د تعامل او چلند لپاره، د تازه لارو چارو په لټه کې دي.

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي: «د مسکو د نن ورځې ناستې وښودله چې نړۍ له طالبانو ناهیلې شوې، ځکه طالبانو پر هېڅ یوه ژمنه عمل نه دی کړی او نړیوالو غوښتنو ته یې هم پام نه دی کړی.»

له دې مخکې هم داسې رپوټونه ورکړ شوي وو چې په مخکیني دولت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او یو بل سیاستوال عبدالرشید دوستم به په دغه ناسته کې ګډون وکړي، خو د نن په غونډه کې یې برخه نه لرله.