نړۍ

د اسراییلو او حماس د یرغمل شویو د خوشي کولو هوکړه تر جمعې وځنډول شوه

د اسراییلو او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند پیل چې غزه کې د یرغمل شویو آزادي، د اسراییلو له خوا د نیول شویو فلسطینیانو خوشي کېدل او غزې تړانګې ته د لا زیاتو بشردوستانه مرستو د رسېدو شونتیا برابروي؛ تر جمعې پورې وځنډول شوه.

د اسراییلو د ملي امنیت شورا مدیر تزاچي هانګبي د چهارشنبې په ورځ یوه بیانیه کې وویل: «د یرغمل شویو د ازادۍ لپاره زموږ اړیکې د پرمختګ او دوام په حال کې دي او د ازادۍ پیل د دواړو لوریو د لومړنۍ هوکړې له مخې، له جمعې مخکې نه ترسره کېږي.»

په سر کې چې ټاکل شوې وه له پنجشنبې سهاره پیل شي، د یرغمل شویو ازادي له څلور ورځني اوربند سره یو ځای له لومړنۍ هوکړې سره سم پرمخ ځي.

د تړون د مادو له مخې، حماس به ۵۰ یرغمل شوي چې ټول ماشومان او ښځې دي په څلورو ورځو کې خوشي کړي.

د اسراییلو له خوا درې نیول شوي فلسطینیان د هر اسراییلي د خوشي کېدو په بدل کې ازادېږي.

ولسمشر بایډن څرګنده کړې چې تمه کېږي درې امریکایي وګړي له دې جملې یوه درې کلنه نجلۍ، یوازینۍ امریکایۍ ماشومه چې د حماس له خوا ساتل کېږي، خوشي شي. که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې هغه به د لومړنۍ ازادۍ یوه برخه وي که نه.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې «د هرو لسو نورو یرغمل شویو ازادي به د یوې بلې ورځې د درېدو لامل شي.»

که د یرغمل شویو د ازادولو لومړنی پړاو له پروګرام سره سم پرمخ ولاړ شي، کابو ۲۰ نور کسان به هم د حماس له خوا خوشي او د اوربند موده به وغځول شي.

اسراییلو راپور ورکړی، چې د حماس پوځیانو له خوا کابو ۲۴۰ کسان د اکټوبر پر ۷ نېټه د اسراییل پر سویل د دوی په برید کې ونیول شول چې له امله یې ۱ زر او ۲۰۰ تنه ووژل شول.

د چهارشنبې په ورځ د هوکړې له اعلان مخکې، څلور یرغمل کسان خوشي شوي وو او یو اسراییلی سرتېری د اسراییلي ځواکونو له خوا په غزه کې وژغورل شو. د اسراییلي چارواکو په وینا، تېره اونۍ په غزه کې الشفا روغتون ته نږدې د دوو نیول شویو کسانو مړي وموندل شول.