افغانستان

د افغانستان په اړه یوه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته د احمد مسعود سفر

عکس له آرشیف څخه

د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د افغانستان په اړه یوه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته ولاړ.

دغه جبهه په یوه اعلامیه کې وايي، چې دا ناسته د «افغانستان د راتلونکي او پخوا ترمنځ: د یوې عادلانه سولې او دوامداره پرمختګ پر لار» تر سرلیک لاندې مسکو کې «د یوې عادلې نړۍ انستیتیوت» په کوربتوب ترسره کېږي.

ټاکل شوې دا یوه ورځنۍ ناسته نن د نومبر ۲۳ (د لیندۍ ۲) د ورځې تر پایه دوام ولري.

ټاکل شوې د افغانستان لسګونه مشران او نامتو سیاسيون، مدني او پوځي غړي او روسي کاپوهان په دې ناسته کې ګډون وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې روسیې فدراسیون د پارلمان مرستیال او د عدالت ګوند مشر سرګي میرانوف او احمد مسعود د دې ناستې اصلي ویناوال وي.

د ناستې موخه «په افغانستان کې د ثبات راتلو ته د روسیې لېوالتیا او له افراط پالنې، ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو سره د مبارزې، ټولنیزه او بشردوستانه پراختیا او نړیواله همکاري» بلل شوې ده.