نړۍ

د لنډمهاله اوربند په درشل کې د غزې په سویل کې د اسراییل د برید له امله ۱۵ تنه ووژل شول

د اسراییلو پوځ د غزې تړانګې په سویل د «خان یونس» په ختیځ کې پنځه کورونه په نښه کړل چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ووژل شول او یو شمېر تر اوسه بې درکه دي.

الجزیره شبکې همداراز راپور ورکړی، چې د غزې په مرکز دیرالبلاح سیمه کې د اسراییلي سرتېرو په بریدونو کې څو تنه نور هم وژل شوي دي.

رویټرز د اسراییل د ملي امنیت د سلاکار له قوله وايي، چې د لنډمهاله اوربند په شرایطو کې د یرغمل نیول شویو خوشي کول به له جمعې مخکې ترسره نه شي.

دغه اسراییلي چارواکي همداراز زیاته کړه، چې د یرغمل نیول شویو خپلوان دې د پنجشنبې په ورځ د هغوی د خوشي کېدو تمه نه ‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس او اسراییل د هوکړې له مخې ټاکلې څو ساعته وروسته د حماس او اسراییل پوځ ترمنځ څلور ورځنۍ بشردوستانه اوربند اعلان شي.

د دې هوکړې له مخې ۵۰ اسراییلي یرغمل شوي به د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او ماشومانو په بدل کې چې د اسراییل په زندان کې دي، خوشي شي. همدارنګه اسراییل به غزې ته د تېلو، درملو او بشردوستانه مرستو د لېږدولو اجازه هم ورکړي.