نړۍ

پر څلور ورځني اوربند د اسراییلو او حماس هوکړه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې حماس او اسراییل د غزې په جګړه کې د څلور ورځني بشردوستانه اوربند په کله هوکړې ته رسېدلي دي.

ددغه وزارت په وینا، په جګړه کې ددې اوربند د وخت پیلېدل چې د غځولو وړ دی، په راتلونکو څلرویشتو ساعتونو کې به اعلان شي. د دغه اوربند لپاره د منځګړیتوب هڅې د قطر او د مصر او امریکا په همکارۍ ترسره شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې پربنسټ، په دې هوکړه کې د ۵۰ ملکي ښځو او ماشومانو خوشي کول شامل دي چې په اوسني وخت کې په غزه کې د یرغمل شویو په توګه ساتل کېږي. په مقابل کې به ځانګړی شمېر فلسطیني ښځې او ماشومان چې د اسراییلو په زندانونو کې دي خوشې شي.

دغه وزارت ټینګار کړی: «د هوکړې د اجرا په نورو پړاوونو کې به د خوشي کېدونکو کسانو شمېر زیات شي.»

دا پرمختګ د روان تاوتریخوالي د بالقوه کمښت ښودنه کوي؛ په دې هیله چې په جګړه کې دا ځنډ، د لازیاتو دیپلوماتیکو خبرواترو او له څلورو ورځو زیات اوربند لپاره زمینه برابره کړي.