افغانستان

د کډوالۍ نړیوال سازمان غوښتنه؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ژر ترژره درول

Photo: IOM

د کډوالۍ نړیوال سازمان نن چهارشنبې یو ځل بیا په یوه اعلامیه کې له پاکستانه وغوښتل چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

ددغه بنسټ شمېرې ښيي چې په تېرو دوو میاشتو کې کابو ۳۷۵ زره افغانان له پاکستانه د تورخم او سپین بولدک له لارې ایستل شوي دي.

ددې بنسټ په وینا، د هغو کسانو شمېر چې هره ورځ له دغو لارو تېرېږي، د کډوالو د ایستلو طرحې له اجرا وروسته، له ۲۰۰ تنو څخه ۱۷ زره ته زیات شوی او دې چارې د زیانمنونکو وګړو لپاره ناوړه وضعیت رامنځته کړی دی.

په افغانستان کې د ای او ام د استازولۍ رییسه ماریا مویتا وایي: «د دوی وضعیت ناهیلې کوونکی دی. ډېری خلکو موږ ته ویلي چې اړ شوي له دې هېواده ووځي او خپل مالونه او سپمول شوې پیسې پرېږدي.»

د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا، دا وګړي افغانستان ته په ستنېدو له سختو ستونزو سره مخ کېږي او په پوله کې او همداراز د مېشتېدو په سیمو کې بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.

یوه ستنه شوې مېرمن عالیه چې د دوو ماشومانو مور ده؛ خپله تجربه شریکوي او وایي: «زه ډېره وېرېدلې وم، هغه پنجشنبې چې له خپلو لوڼو سره مې د کندهار لاره کچ کړه سخته یې خواشینې کړم. په پوله کې پر موږ څارنه کوله. خو دلته ډېر داسې کسان دي؛ دا ډېره سخته ده.»

دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر استثنايي ستونزو په ټینګار سره، د ژمي په رانږدې کېدو سره د اړتیاوو پر زیاتوالي ټینګار کوي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي هغه مهال چې د افغانستان د خلکو بودیجه په بیړه د کمېدو په حال کې ده، ملاتړ یې پراخ کړي.

شمېرې ښيي چې کابو درې زره «بې اسناده» افغان کډوال، سه شنبې د نومبر په ۲۱مه راستانه کړای شول چې د نومبر په نولسمه او شلمه له ورکړل شویو شمېرو زیات دي.