ورزش

افغان فوټبال ملي لوبډله د کوېټ په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام او ۲۰۲۷ کال آسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې نن شپه له کویټ سره لوبه کوي.

افغانستان او کویټ ترمنځ لوبه به د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ دقیقو د سعودي عربستان په دمام ښار کې ترسره شي.

د افغان ملي لوبډلې روزونکی اشلي وشووډ وايي: «د کویټ لوبه مې وکتله او د بري لپاره به لازم تدابیر ونیسو. هڅه کو چې د قناعت وړ پایله ترلاسه کړو.»

د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې لوبډلمشر اسلام الدین امیري وايي: «ډېر خوښ یم چې د خپل هېواد لپاره لوبه کوم. موږ له کویټ سره د لوبې لپاره تیاری نیولی او لوبډله له روحي او رواني پلوه د لوبې لپاره چمتو ده. د افغانانو د خوښۍ او بري لپاره به مبارزه وکړي.»

افغان لوبډله په دې پړاو کې د کوېټ، قطر او هند له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د دغو سیالیو وروستۍ لوبه قطر ته وبایلله.

د دغو سیالیو په پای کې به دوو لوبډلې د سیالیو بل پړاو ته لاره پيدا کړي.