افغانستان

په جوزجان کې د درملنې د لګښت د نه لرلو په اړه د معلولینو د کورنیو اندېښنه

په جوزجان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې معلول ماشومان لري د آسانتیاوو له نشتوالي او د خپلو ماشومانو د درملنې د لګښت په اړه اندېښمن دي.

دغه کورنۍ وايي، چې د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا لري او د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله نه شي کولى دغه لګښتونه پوره کړي.

هغه کورنۍ چې معلول ماشومان لري له مرستندويه موسسو او سيمه ييزو چارواکو غواړي چې له اقتصادي ستونزو په خلاصون کې ورسره مرسته وکړي او د کار زمينه ورته برابره کړي.

۳۸ کلنه شبانه چې په شبرغان ښار کې اوسېږي، دوه معلول ماشومان لري، مېړه یې له ډېرو ورځو راهیسې وزګار دی او په داسې وضعیت کې نه د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره پیسې لري او نه هم د ښه ژوند کولو لپاره امکانات.

له دې ټولو سره سره د جوزجان يو شمېر نور معلولين وايي، چې د کار کولو وس نه لري او اندېښمن دي، چې راتلونکی ژمي به څنګه تېریږي.

دغه کورنۍ په داسې حال کې د خراب اقتصادي وضعیت خبره کوي، چې اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی په تېرو دوو کلونو کې د خلکو له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.

لکه څنګه چې د امریکا د سولې انستیتوت په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد په خراب حالت کې دی او مخ پر ځوړ روان دی، همداراز بهرنۍ مرستې چې په ۲۰۲۲ کال کې کابو درې میلیارد ډالرو ته رسیدلې په ۲۰۲۳ کال کې نیمایي ته راکمې شوې دي.