افغانستان

د مرستو پر نه ورسېدو د هرات د زلزله‌ځپلو نیوکه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د مرستندويه ادارو او هېوادونو د پراخو له مرستو سره سره لا هم په بد حالت کې دي او هغه مرستې يې نه دي ترلاسه کړي چې ورته اړتيا ده.

دغه زیانمن د دغو مرستو په اړه د طالبانو پر نه ځواب ویلو نیوکه کوي او وايي چې دوی ته د دې مرستو د وېش څرنګوالی روښانه نه دی.

تازه طالبانو اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې له چین څخه ۳۶۰ ټنه مرسته ترلاسه کړې ده.

عبدالغفور د هرات د کرخ ولسوالۍ د بازار په کونج کې یو کوچنی دوکان لري او هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي.

وايي، چې په تېره زلزله کې يې د کور يوه برخه ويجاړه شوې او نه شي کولای چې بيا يې جوړ کړي.

یو زلزله ځپلی عبدالغفور وايي: «خوشحاله یو چې چين له دې زلزله ځپلو سره مرسته کړې او له څلوېښتو ورځو راهیسې زموږ ډیری کورونه نړیدلي دي. موږ نه پوهېږو چې دولت دا مرستې په چا ویشلي دي.»

نه یوازې عبدالغفور، بلکې د هرات د زلزلې نور قربانیان هم د دغو مرستو پر وېش نیوکه کوي.

یو بل زیانمن ناصر بیا وایي: «تر اوسه موږ ته هېڅ مرستې نه دې رسېدلي له ادارو او حکومته غواړو چې موږ ته مرستې ورسېږي، ځکه زموږ کورونه وران شوي، که په ژمي کې د باران یوه څاڅکي هم ورشي، کورونه مو ورانېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه په هرات کې طالب چارواکو له چین څخه د ۴۱ کانتینرونو د مرستو رسېدو خبر ورکړی و چې په هغې کې ژمنۍ شړۍ، خېمې او د خامو موادو کڅوړې شاملې دي.

په هرات کې د طالبانو مستوفي کفایت الله حقاني وايي: «د مالیې وزارت په استازیتوب، موږ دا مرستې سپارلي، انشاءالله موږ به یې د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست او د علماوو شورا ته وسپارو.

د هرات طبیعي پېښو ته د رسېدنې رییس محمد موسی اشعري وايي: «له چین څخه ۴۱ کانتینر توکي را رسیدلي او دا مرستې مو د مالیې وزارت استازي ښاغلي مصطفي صاحب ته سپارلي دي.»

په هرات کې له مرګونې زلزلې ۴۳ ورځې تېرېږي او تر اوسه له زیانمنو شویو سره میلیونونه ډالره او سلګونه ټنه خوراکي توکي او جامې ورکړل شوې دي، خو د زیانمنو شویو کسانو نیوکه دا ده چې د دغو مرستو د وېش څرنګوالی ورته روښانه نه دی. د سړې هوا سره هممهاله دوی ته کافي مرستې نه دي رسیدلي.