ښځې

د طالبانو له خوا د اعتراض‌کوونکو ښځو د نیولو له دوامه اندېښنې

د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو پرله‌پسې نیول غبرګونونه راپارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو حقونو د فعالې او د اعتراض کوونکو له ډلې څخه د «پریسا آزاده» له نیول کېدو وروسته د طالبانو له خوا د خپلسرو نیونو له دوامه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان پر ایکس کې لیکلي چې د طالبانو د سختو بندیزونو دوام او د ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جرم او جنسي ځورونه ګڼل کېدای شي. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې بندیانې ښځې بې قید او شرطه خوشې کړي او د خپلو جرمونو په اړه نړیوالو قوانینو ته ځواب ووايي.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د بخښنې نړیوال سازمان د پاریسا ازدې او د ښځو د حقونو د نورو فعالانو د نیولو په اړه اندېښمن دی. د طالبانو لخوا د سختو بندیزونو دوام او د ښځو او نجونو د حقونو غیرقانوني تر پښو لاندې کول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په برخه کې د بشریت ضد جرم دی.»

چهارشنبه ورځ د لړم پر ۲۴ نېټه د ښځو د ازادۍ او عدالت غورځنګ غړې پریسا ازاده د کابل په «دشت برچي» سیمه کې د طالبانو له خوا ونیول شوه. اوس د هغې له نیول کېدو څلور ورځې تېرې شوې او په اړه یې هېڅ خبر نشته.

د ازادۍ او عدالت د ښځو د غورځنګ مشرې د طالبانو د کړنو په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر دریځ نیوکه کوي.

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې ندا پرواني له خپل خاوند، ژولیا پارسي له زوی سره یې، منیژه صدیقي او په ترټولو تازه مورد کې پریسا ازاده هم نیولي دي.

طالبانو ونه‌غوښتل تر اوسه د دې نیولو په اړه ځواب ووايي.

له دې ټولو سره، طالبانو په داسې د اعتراض کوونکو ښځو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو په خپل راپور کې ویلي دي چې د طالبانو د محدودیتونو او څارنې له امله په افغانستان کې مدني فضا ډېره کمه شوې ده. او د مدني ټولنې د غړو او د رسنیو د ځورونې او خپلسري نیولو لامل شوې ده.