افغانستان

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست: ایستل شوي کډوال له سخت وضعیت سره مخ دي

د ژمي په رارسېدو سره د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي چې زرګونه افغانان چې د پاکستان حکومت له خوا ایستل کېږي په افغانستان کې له ډېر ستونزمن وضعیت سره مخ دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي: «ژمی رارسېږي او زه ډاډمن یم چې کډوال ډېرې ستونزې لري. د درملو او روغتیايي توکو، د خوړو ستونزې، ژمی او یخني.»

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې تر لومړۍ نېټې بې اسناده کډوالو له هغې جملې زرګونه افغانانو ته وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي. د پاکستان حکومت دا پرېکړه د هغو پاکستاني طالبانو په وړاندې چې د پاکستان خلاف فعالیت لري د مبارزې په برخه کې له اسلام آباد سره د طالبانو له نه همکارۍ وروسته، شوې ده.

طالب چارواکي وايي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی ددغه هېواد کورنۍ موضوع ده او له اسلام آباده یې غوښتي چې د افغانانو ایستل ودروي.

هغه افغانان چې خپل هېواد ته ستنېږي وايي چې له پاکستانه افغانستان ته د نغدو پیسو او شمنۍ په لېږدولو کې له محدودیت سره مخ دي. دوی وايي چې له څو لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی او له ایستلو وروسته یې ټولې شتمنۍ پاتې شوې دي.

عزیزي زیاتوي: «د خلکو د شتمنۍ د موضوع په اړه باید په تفصیل سره بحث وشي او په دې اړه لارې چارې ولټول شي.»

له بلې خوا، په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې هم د هغو افغان کډوالو د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي او ویلي یې دي چې دوی سخت ژمی په مخکې لري.