افغانستان

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د «ناوړه چلند» پر درولو د ملګروملتونو د بشري حقونو د رییس ټینګار

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییس له پاکستانه د ایستلو پر مهال له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند، نیولو، ځورونې او د شتمنیو د تخریب په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د فولکر ترک په وینا، ډېری هغه کډوال چې د لږو مالي سرچینو سره افغانستان ته ننوځي، رشوت ورکولو ته اړ شوي او یا یې شتمنۍ ضبط شوي دي.

هغه همداراز له پاکستانه غواړي چې د هغو کسانو ساتنه وکړي چې افغانستان ته په ستنېدو سره، له خطر سره مخامخ کېږي.

له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې جبري ايستل د بشري حقونو فعالان، اعتراض کوونکې ښځې او نورې زیانمنې ډلې د طالبانو له خوا د ځورونې او نیولو له جدي خطر سره مخامخ کوي.

یوازې په یوه میاشت کې له پاکستانه تر ۳۰۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې د ناوړه چلند، خپلسري نیولو، د ملکیتونو د ویجاړولو او د زور زیاتي په اړه له راپورونو اندېښمن دی.

هغه راپورونه چې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو دفتر وایی، لومړی لاس دی او د پاکستانی چارواکو له خپلسري او ناوړه چلند ښکارندویي کوی.

یو افغان کډوال وايي: «د شړلو لامل همدا و چې هلته زموږ وخت پوره شو او ټول ژوند چې مو درلود، تباه شو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې لا هم افغانستان ته د ښځو او نجونو د ورتګ په اړه اندېښنه ​​څرګنده کړې ده. ملګري ملتونه وايي، پاکستان باید د هغو کسانو ساتنه وکړي چې ښايي په افغانستان کې له ځورونې، شکنجې، ناوړه چلند او نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شي. هغه خلک لکه د بشري حقونو فعالین، د رسنیو کارکونکي، لږکي، پخواني سیاستوال او پخواني حکومتي چارواکي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییس فولکر ترک وايي: «پاکستان باید د نه شړلو له اصولو سره سم د هغو کسانو ساتنه وکړي چې کېدای شي په افغانستان کې له ځورونې ، شکنجې، بد چلند او نورو نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخامخ شي، په دې کې افغان ښځې او نجونې، حکومتي چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه، قومي او مذهبي اقلیتونه، د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، او د رسنیو کارکونکي شامل دي.»

د ښځو د حقونو فعاله صفیه عارفي وايي: «دوه کاله او څو میاشتې، دوی د طالبانو د محدودیتونو او د جنسیتي توپیر د رژیم پر وړاندې ودرېدل. د دې خلکو لپاره [افغانستان] یو خطرناک ځای دی، نه یوازې د ځان لپاره بلکې د خپلو کورنیو لپاره.»

له دې سره هم‌مهاله، د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان موقت لومړي وزیر ته د یوه لیک د لېږلو کمپاین پیل کړی دی؛ په هغه لیک کې چې د دغه سازمان له خوا خپور شوی، پکې راغلي چې د جبري ایستلو بهیر په افغانستان کې ښځې او نجونې له ستر ګواښ سره مخ کوي او د بشري حقونو فعالان، اعتراض کوونکې ښځې، پخواني پوځيان، خبریالان او نورې زیانمنې ډلې د طالبانو لخوا له جدي ګواښ، ځورونې، او ځپلو سره مخ کېږي.

له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بله بیانیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو مشرانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې چې د جبري ایستلو د پروسې مخالفت کوي. دغه سازمان ویلي، چې اسلام اباد باید د سیاسي مشرانو او فعالانو د اعتراضونو د مخینوي لپاره د هغوی په نیولو لاس پورې نه کړي.