افغانستان

کرن دېکر: امریکا د هر لګول شوي ډالر لپاره حساب ورکولو ته اړتیا لري

US Charge d’Affaires Karen Decker

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیرې پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې تېره ورځ یې په دوحه کې د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو له استازو سره کتلي دي.

هغې ویلي چې امریکا افغانستان ته د تر ټولو لوي د بشردوستانه مرستو ورکوونکي هېواد په توګه «د هر لګول شوي ډالر لپاره حساب غواړي.»

نوموړې ټینګار کړی چې «له پرلپسې ناورینونو د تېرېدو لپاره» افغانان هر مرسته شوي ډالر لګولو ته اړتیا لري.

امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې ته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په برخه کې کابو دوه میلیارد ډالر ورکړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې له ژمي مخکې د بیړنیو مرستو لپاره، ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.