افغانستان

په غزه کې د ملګروملتونو کارکوونکو د مړینې له امله په کابل کې د دغه سازمان د دفتر بیرغ نیم ځوړند شو

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان کارکوونکو نن دوشنبې د دغه سازمان د سلو کارکوونکو په یاد چې په تېرو څو ورځو کې په غزه کې وژل شوي د یوې دقیقې لپاره یې سقوط وکړ او ددې بنسټ بیرغ یې نیم ځوړند کړ.

یوناما وایي چې دا د نړۍ په نښتو کې د ملګروملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په فلسطین کې د ملګروملتونو دفتر (آنروا) د راپور له مخې، دا تلفات په غزه کې د اسراییلو او حماس د جګړې له پیله شوي چې هغه په لنډه موده کې د ملګروملتونو لپاره په تر ټولو مرګونو نښتو بدلې کړې دي.

دغه دفتر چې په ۱۹۴۹ کال کې د عربو او اسراییلو له لومړۍ جګړې وروسته جوړ شو، عمومي خدمات لکه ښوونځي، روغتیايي خدمات او مرستې وړاندې کوي. ددغه بنسټ ډېری کارکوونکي په غزه کې د فلسطینیانو په کېمپ کې دي.

د امنیتي اطلاعاتي مرکز چې یو امریکايي بنسټ دی د راپور له مخې، په غزه کې د ملګروملتونو د کارکوونکو تلفات په سویلي سوډان او افغانستان کې د دې بنسټ کارکوونکو د تلفاتو په پرتله زیات دي.

ددغه بنسټ شمېرې ښيي چې د ملګروملتونو ۳۳ کارکوونکي په سویلي سوډان کې وژل شوي او همدومره شمېر هم په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې په افغانستان کې ووژل شول.