افغانستان

د پاکستان حکومت له‌خوا د کډوالو د موندلو او نیولو لپاره د اړیکو لیکې جوړول

د پاکستان موقت حکومت دا ځل د بې اسناده کډوالو په ګوته کولو او نیولو لپاره د اړیکو یوه کرښه جوړه کړې او د هېواد له اوسېدونکو یې غوښتي چې د دغو کډوالو په پېژندلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د پاکستان دولتي راډیو د ۱۷۰۰ شمېرې په خپرولو سره د پاکستان له اوسېدونکو غوښتي چې د بې اسناده کډوالو په پېژندلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

بل خوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستانه ۳ زره ۶۵ بې اسناده افغان کډوال شړل شوي دي.

له دې ټولو سره سره د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دې د افغان کډوالو ځورول، نیول او ایستل ودروي.

د پاکستان د موقت حکومت له خوا د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ د چمن او تورخم له لارې د ۵۷۷ کورنیو په ګډون ۳۰۶۵ کسان افغانستان ته رالېږل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډيو هم په دغه هېواد کې د بې اسناده کډوالو د نيولو او پېژندلو لپاره د اړیکې نیولو د یوې کرښې له رامنځته کولو خبر ورکړى او د پاکستان له اوسېدونکو يې غوښتي چې د دغو کډوالو په نيولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

فریبا همدرد یوه له دغو کډوالو ده چې تېر کال یې له خپلو دوو ماشومانو سره پاکستان ته پناه یوړه. وايي د کډوالو د نیولو بهیر ټولو ته ټکان ورکړی او ماشومان یې حتی د امبولانسونو د غږ په اوریدو ډاریږي.

په پاکستان کې افغان کډواله فریبا همدرد وايي: «اول چې زما د کور له څنګه کله د پولیسو یا د اور وژنې موټر تیریږي یا ګڼه ګوڼه کیږي، موږ فشار اخلو چې شاید پولیس راغلي وي او موږ شړي، چې حتی زما لور یې هکه حیرانه کړې، چې تېره شپه مې ۳ نیمې بجې له روغتون ته راوړه.»

کډواله ماشومه اسما غلامي وايي: «زه ډېره وېرېږم له دې چې پوليس به مو ونيسي. کله چې موږ سودا کولو ته وځو، نو وېرېږم چې زما مور یا ورور پوليس ونه نیسي. کله چې د پوليسو موټر ګورم، نو ژړا راځي. غواړم زده کړه وکړم. او په یو ارام ځای کې ژوند وکړم.»

بل خوا د پاکستان يو شمېر اوسېدونکو په تورخم کې د پاکستاني کارکوونکو د نيولو پر ضد لاريون کړى او ادعا کوي، چې طالبانو په تورخم کې يو شمېر پاکستاني کارکوونکي نيولي او هېواد ته يې د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. هغه ادعا چې په تورخم کې د طالبانو کمېشنري یې بې بنسټه بولي.

د پاکستان اوسېدونکی امیرنواز شینواری وايي: «دوی زموږ له سپین ږیري مشر سره بې غیرتي او بې عزتي او وکړه، ولې باید د پاکستان حکومت له خوا له موږ سره داسې ظلم او بې عزتي وشي؟  زموږ ننی لاریون د دې لپاره دی چې ظلم دې ودرول شي، نه باید زموږ سپين ږيري، ښځې او ماشومان بې عزته شي، پاکستانيان دې خوشې شي، که خوشې نه شي، ښې پايلې به ونه لري.»

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ بنده کړي.

په سویلي اسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییزه مرستیاله لیویا ساکاردي وايي: «هېڅوک باید په ډله‌يیزه توګه د جبري ایستلو له خطر سره مخ نه شي، او ښه به وي چې پاکستان د کډوالو د نه ستنولو اصل په ګډون خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه په یاد وساتي.»

له دې ټولو سره سره پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځول شي.

ویل کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځولو پریکړه د تصویب لپاره د پاکستان موقتې کابینې ته استول شوې ده.