د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې وايي چې له پاکستانه شاوخوا ۲۸۷ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر تر اته زرو زیات اعلان کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، ډېری هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي، ستړي شوي دي او رواني ټولنیزې درملنې ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې پای ته ورسوي.
د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.
په تیرو لسو ورځو کې د پاکستان او طالبانو له خوا د ایستل شویو کډوالو د شمېر په اړه متضاد ارقام اعلان شوي دي.
خو په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل نوي راپور کې د لومړي ځل لپاره د راستنېدونکو، ایستل شویو او په خپله خوښه د ستنېدونکو کډوالو شمېر اعلان کړ.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې نږدې موده کې ۲۸۷ زره راستانه شوي کډوال، ۶ زره ۷۰۰ په خپله خوښه، او تر ۸۰۰۰ ډېر شړل شوي کډوال پېژندل شوي دي.
د پاکستان حکومت د روان کال د اکټوبر په درېیمه نېټه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اټکل کړی چې ۱.۳ میلیونه بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او په زوره ایستل به یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغو ډېرو کډوالو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
د ملګروملتونو د دغې ادارې موندنې ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول په چټکۍ سره زیات شوي دي او په دغه هیواد کې افغان وګړي زیانمن شوي دي.
کله چې کډوال د تورخم یا سپین بولدک لارو ته ورسېږي، وېشل کېږي او بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
په فراه ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په فراه ولایت کې ۸۰۰ کورنۍ مېشتې شوې او دا مهال د دغه ولایت په دښتو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل نوي راپور کې یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.
په راپور کې ویل شوي چې کډوال داسې هېواد ته ستنیږي چې لا هم د بې ثباتۍ، پرله پسې نښتو او له طبیعي پیښو سره مخامخ دی.
د ۲۰۲۳ کال د نومبر څخه تر ۲۰۲۴ جولای پورې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له ۴۳ میلیون ډالرو څخه ډیر د ایستل شويو کډوالو لپاره ځانګړي کړي دي.
دغې ادارې د هغو کورنیو لپاره ۷۰۰ ډالره ځانګړي کړي چې له یوه څخه زیات کسان لري او ۳۵۰ ډالره د مجردو کسانو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.