د زابل ولايت اوسېدونکي وايي چې د اوبو د کمښت، وچکالۍ او د اوبو د بندونو د نشتوالي له امله يې د انارو او انځر باغونه وچ شوي دي.
په همدې حال کې په زابل کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۵ متره ټیټه شوې ده.
دا د زابل د مرکز په ۶۰ کیلومترۍ کې میزان ولسوالۍ ده.
د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، په دې وروستیو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دي.
دغه اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه راټيټه شوې او د څاګانو په وچېدو سره د انارو او انځرو بڼونه او کرنيزې ځمکې شاړې شوې دي.
د زابل ولايت دغه کروندګر او اوسېدونکي وايي، چې د خپلو ځمکو د خړوبولو او هره ورځ له اوبو د ګټې اخیستو لپاره په ساعتونو اوږد مزل کوي او خپلو کورونو ته د اوبو د لېږد لپاره له بوشکو څخه کار اخلي.
د زابل د اوسېدونکو په خبره، که په دغه ولایت کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت ستونزې هوارې نه شي، اړ دي چې خپل کورونه او ځمکې پرېږدي.
د دوی په وینا که د مکرک بند بیا ورغول شي، دوی به د تل لپاره د اوبو د کمښت او وچکالۍ له ستونزې وژغورل شي.
د زابل ولایت سیمه ییز مسوولین بیا وايي، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۵ متره راټیټه شوې ده.
دغه چارواکي وايي، پلان لري چې د اوبو د مدیریت لپاره ۱۲ بندونه جوړ کړي.
په دې ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د مکرک د بند په ګډون د زابل يو شمېر بندونه ويجاړ شوي دي.