افغانستان

یوناما؛ د طالبانو له‌خوا محدودیتونو، افغانستان څنډې ته کړی دی

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) رییسې رزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، له نړیوالې ټولنې د دغه هېواد د څنډې ته کېدو لامل شوي دي.

مېرمن اوتونبایوا د اسلامي همکارۍ سازمان په نړیواله ناسته کې د وینا پرمهال په اسلام کې د ښځو په اړه ټینګار وکړ چې دا محدودیتونه نه یوازې افغانستان له نړیوالې ټولنې لیرې کړی؛ بلکې یو اولس یې له بې برخلیکۍ سره مخ کړی دی.

یوناما ویلي، دا ناسته چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شوې وه، د نړیوالې پاملرنې لپاره د افغان مېرمنو د ناوړه وضعیت د بیانولو لپاره فرصت دی.

دغه سازمان ویلي: «د اسلامي همکارۍ سازمان او د هغې د غړو هېوادونو پيغام، باید په افغانستان کې د اسلامي نړۍ د ټولیز غږ په توګه واورېدل شي. ښځې د بدلون، پراختیا او ودې لپاره د هر ولس اړینه برخه ده.»

اوتونبایوا همداراز ټینګار وکړ چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رامنځته شوي نظام نه بېلېدونکې برخه شوې ده.

هغې زیاته کړه: «برحاله چارواکي، د افغانستان د نیمايي وګړو؛ یعنې ښځو او نجونو پر اساسي لګښتونو حکومت کوي.»

د یوناما رییسې همداراز ددغه بنسټ د مشورتي ناستو په هکله چې په افغانستان کې یې له ښځو سره لرلې ویلي، ښځې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په هکله ډول ډول نظریات لري. اوتونبایوا وايي: «۴۶ سلنه ښځې باوري دي چې په رسمیت پېژندل باید د هېڅ ډول شرایطو پربنسټ نه وي.»

نوموړې زیاته کړه: «سربېره پر دې، ۵۰ سلنه ښځې باوري دي چې په رسمیت پېژندل باید یوازې هغه مهال ورکړل شي چې برحاله واکمن پر هغوی د زده کړو او کار محدودیتونه لغوه او په یوه ټولګډونه دولت کې د ښځو معنی لرونکې ونډه [تضمین کړي].»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له واکمنېدو وروسته، تل پر ښځو او نجونو د سختو سیاستونو له امله له نیوکو سره مخ شوي دي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او همداراز ښځې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې دي.

سربېره پر دې، ښځې له ښوونیزو او روغتیايي پرته په دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو سازمانونو کې له کار کولو منع شوې دي.

په دې لړ کې، طالبانو تل ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهاله دي او دوی د ښځو او نجونو د زده کړو لپاره د اسلامي چاپېریال په رامنځته کولو کار کوي.