افغانستان

مشعل ټلویزیون له دوو کلونو وروسته بېرته خپل کار پیل کړ

مشعل ټلویزیون له دوو کلونو ځنډ وروسته، بیا ځلې خپل فعالیت پیل کړ. ددغه ټلویزیون مسوول له همدې امله جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دا رسنۍ به د خبرونو او زده کړو په برخه کې خپرونې ولري.

د مشعل ټلویزیون بنسټګر فتح الله بابکرخېل وایي: «مشعل ټلویزیون په ۱۳۹۷ کال کې فعالیت پیل کړ؛ تر ۱۴۰۱ کال پورې موږ خپرونې لرلې او له هغې وروسته ودرول شوې او له دوو کلونو وروسته مشعل ټلویزیون بېرته خپل نشرات پیل کړل.»

د رسنیو یو شمېر مسوولین ددغې رسنۍ بیا ځلې کار پیلول د هېواد د رسنیو لپاره ښه زېری ګڼي.

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې مسوول حجت الله مجددي وايي: «دا د افغانستان د رسنیو ټولنې لپاره ښه زېری دی.»

طالب چارواکو په دغه ناسته کې له رسنیو وغوښتل چې، «ملي ګټې» په خپرونو کې په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، طالبانو په ۱۳ حکمونو سره په افغانستان کې په سیستماتیک ډول، د رسنیو آزادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي په دغو کړنلارو کې د رسنیو اړوند پراخ حکمونه شامل دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان شمېرې ښيي چې له ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په افغانستان کې فعالیت درلود له نیمایي زیاتو یې خپل فعالیتونه درولي دي.

له ۱۵۰ ټلویزیوني چینلونو څخه لږترلږه ۷۰ پاتې دي. همداراز له ۳۰۷ راډیوګانو یوازې ۱۷۰ راډیوګانو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.