له پاکستانه د استوګنې د قانوني اسنادو پرته افغان کډوالو د جبري ایستلو د پیلېدو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلام آباد پر دې پرېکړې «حیران» دی.
امیرخان متقي له بيبيسي سره په تازه مرکه کې ویلي، سره له دې چې د طالبانو په واکمنۍ کې، پاکستان له منځنۍ آسیا سره ونښلول شو، خو اسلام آباد په خوست کې هوايي بمباري وکړه او د افغانستان خلاف منفي تبلیغات کوي.
متقي وايي چې د پاکستان ددغو کړنو سره سره طالبان د اسلام آباد په وړاندې د سیاست د بدلون په لټه کې نه دی خو ټینګار کوي چې د پاکستان تصمیمونه «یو اړخیز او له سپکاوي» ډک عملي کېږي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي.
له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د طالبانو کمې خبرې؛ له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې امیر خان متقي ویلي، چې د اسلام اباد له دې پرېکړې “حیران” شوی دی.
ښاغلی متقي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره وتړل شو، خو دی”حیران دی او نه پوهېږي” چې پاکستان ولې په خوست کې هوايي بمبار وکړ، د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي او اوس هم له کډوالو سره چلند
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي: «موږ دوی ته اجازه ورکړه چې منځنۍ اسیا ته لاړ شي، ټرانزیټ پیل شو، خو په تورخم او بولدک کې یې ستونزې پیدا کړې، تاسو خبر یاست، په خوست کې بمبار وشو، په سیمه او نړۍ کې منفي تبلیغات پیل شول، نه پوهېږم ولې؟ دوی دا کارونه کوي.»
ښاغلی متقي د اسلام اباد دغه پرېکړه “یو اړخیزه او کړنې له سپکاوي ډکې” بولي. دغه طالب چارواکی ټینګار کوي چې د لوړې کچې له پر له پسې خبرو سره سره پاکستان له خپلې پرېکړې نه دی شاته شوی.
د اسلام اباد دې کړنې ته په پام سره، خو د ښاغلي متقي په وینا، د اوس لپاره طالبان له پاکستان سره د “ګاونډیتوب او اړیکو د ښه کولو” پالیسۍ لري او که ننګونې زیاتې شي، د تګلارې د بدلولو راتلونکې پرېکړه به په ورته حالت کې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي: «تر هغه ځایه چې د اړیکو مسله ده، موږ د اړیکو خرابېدل نه غواړو، موږ اختلاف نه غواړو، افغانستان ۴۵ کاله په جګړه کې ښکېل وو، موږ غواړو چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، د سیمې په کچه د اقتصاد اتصال او ټرانزېټ مرکز وي، خلک په سوله کې ژوند وکړي هغه وخت ممکنه ده چې موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»
په ورته وخت کې، له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسې د بندولو د غوښتنو له دوام سره، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه یادښت کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشرې ناورین سره مخ دی او له اسلام آباد څخه یې غوښتي چې دا وضعیت د پخوا په څېر درک کړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وايي: «زیات شمېر افغان کډوال چې اړ دي له پاکستانه ووځي له سختو ستونزو او خطرونو سره مخ دي. افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ دی چې د ژمي په را رسېدو سره نور هم ور اضافه شوی دی. زه له پاکستان څخه غواړم چې د پخوا په څېر زیانمنو افغانانو ته د امنیت په برابرولو کې دوام ورکړي.»
له بلې خوا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شتمنیو د ضبطولو په اړه سخت اندېښمن دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي: «د NBC ، ورلډ ویژن او نورو لهخوا د باور وړ راپورونو پراساس، دوی په زوره خلک له خپلو پخوانیو کورونو څخه باسي، شخصي ملکیتونه یې غصب کوي، بیا یې د طالبانو چارواکو یا UNHCR سره د مخکینۍ همغږۍ پرته د پولې هاخوا ته اړوي.»
پر دغو ټولو غبرګونونو او نیوکو سربېره، اسلام اباد لا هم له خپلې پرېکړې، چې په تېرو څلورو لسیزو کې بې سارې ده، یو ګام هم نه دی په شا شوی.
که څه هم د دې پرېکړې لامل له پوښتنو سره مخ دی، خو د یو شمېر پخوانیو ډیپلوماټانو په وینا، اسلام اباد د کډوالۍ له مسئلې سیاسي موخې تعقیبوي.