د امریکا د مذهبي آزادیو کمېسیون په یوه اعلامیه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د زیاتوالي او د مذهبي لږکیو او کډوالو لپاره د وېرې رامنځته کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د احمدیه په شان مذهبي لږکي، د نیولو بهیر له پراختیا او د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو له جبري ایستلو سره مخ شوي دي.
د پاکستان حکومت د یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو په ګډون د استوګنې له قانوني اسنادو پرته کډوالو لپاره د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له دې هېواده ووځي.
د دغه وخت له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني پولیسو د دغو کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات پیل کړي دي.
د امریکا د مذهبي آزادۍ کمېسیون کمېشنر ډیویډ کوري د مذهبي لږکیو په تېره بیا مسیحیانو، شیعه وګړو، احمدیه مسلمانانو او سیکانو د جبري ایستلو په اړه اندېښنې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی به په افغانستان کې د مذهبي عقایدو له سختو محدودیتونو سره مخ شي.
ښاغلي کوري ویلي: «موږ اندېښنه لرو چې د پاکستان حکومت هغه مذهبي لږکي چې د ځورونې او نیولو له وېرې تښتېدلي په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.»
هغه زیاته کړې: «د طالبانو په واکمنۍ کې مسیحیان، شیعه او احمدیه مسلمانان او سیکان په افغانستان کې خپل مذهبي عقاید په آزاده توګه نه شي ترسره کولای. د امریکا دولت باید له پاکستاني چارواکو سره تعامل ته دوام ورکړي ترڅو دوی تر فشار لاندې راولي چې پر خپله دې پرېکړې بیا غور وکړي.»
نوموړي بنسټ همداراز ټینګار کړی چې د احمدیه فرقې مسلمانان او مشران یې په پاکستان کې د مذهبي عقایدو له امله له برید سره مخ شوي دي.
ددغه بنسټ کمېشنرې سوزي ګلمن ویلي: «موږ د پاکستان له دولته غواړو چې ډاډمن شي د لاهور د سترې محکمې حکم ته پاملرنه وشي. ټول وګړي باید هر دین ته چې پیروي یې کوي له پامه پرته، د رایې ورکولو برابر لاسرسی ولري، په تېره بیا په داسې حال کې چې هېواد د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره چمتو کېږي.»