افغانستان

له شپږو ورځو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام

پاکستاني چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ ۶ زره او ۵۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې له دې هېواده وتلي او په دې لړ کې د سپتمبر له اوولسمې نېټې راهیسې د هغو افغانانو شمېر چې له پاکستانه وتلي څه د پاسه ۱۷۴ زره تنو ته رسېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د سپتمبر له اوولسمې نېټې راهیسې ټول ۱۷۴ زره او ۳۵۸ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ساته شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د شنبې په ورځ ۲۰۹ تنه افغانان د خیبرپښتونخوا او پنجاب له زندانونو خوشي او افغانستان ته ولېږل شول.

د دغو راپورونو پر بنسټ، ۴۶ زره او ۹۳۶ نارینه، ۳۵ زره او ۵۰۷ ښځې او ۸۵ زره او ۳۳۱ ماشومان د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د نومبر په درېیمه ۱۴۸ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شول.

ددغو چارواکو په وینا، د نومبر په درېیمه ۴۴ زره او ۷۱۸ نارینه، ۳۳ زره او ۶۹۹ ښځې او ۸۲ زره او ۲۲۱ ماشومان افغانستان ته لېږل شوي دي. په داسې حال کې چې دا شمېر د نومبر په دوهمه دا شمېر ۴۰ زره او ۸۹۹ نارینه، ۳۰ زره او ۳۹۹ ښځې او ۷۶ زره او ۶۷۵ ماشومان وو.

د نومبر په لومړۍ نېټه کابو اوه زره او ۱۹۵ کورنۍ چې ۳۴ زره او ۶۳۹ نارینه، ۲۵ زره او ۷۱۰ ښځې او ۶۸ زره او ۲۸۰ ماشومان پکې شامل وو، له پاکستانه ایستل شوي دي. له بلې خوا، هغه ۱۱۵ تنه افغانان چې له زندانونو خوشي شوي وو هم خپل هېواد ته ولېږل شول.

د رسمي اسنادو له مخې، په خپله خوښه پر ستنېدو سربېره، هغه افغانان چې د کوچنیو جرمونو په تور په بند کې وو هغوی هم ایستل کېږي.

د پاکستان ډان خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د نومبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې څه د پاسه ۵۰۰ بندیان له خیبرپښتونخوا، پنجاب او اسلام آباد څخه خوشي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

د رسمي شمېرو پربنسټ، ۱۹۴ بندیان د پنجاب ایالت له بېلابېلو ولسوالیو افغانستان ته ستنولو لپاره تورخم بندر ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو د موقت وزیر جان اڅکزي په وینا، د شنبې په ورځ کابو ۷۰۰ تنه افغان کډوال هم د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان کابو یوه میاشت مخکې کابو ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د استوګنې له اسنادو پرته اوسېږي خبرداری ورکړ ترڅو له دې هېواده ووځي او یا به د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به په زور له پاکستانه وایستل شي.

اخوا، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، که څه هم تراوسه د ایستل شویو کډوالو کره شمېر روښانه نه دی خو د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې، کابو ۳۰۰ زره تنه افغانان تراوسه له پاکستانه ایستل شوي دي.