له نشهيي توکو سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په روان زېږدیز کال کې د طالبانو له خوا د ۲۰۲۲ په اپرېل (د ۱۴۰۲ په وري میاشت) کې د بندیز له امله ۹۵ سلنه کمښت تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو د نشهيي توکو اقتصاد دغه د پام وړ کمښت پایلو ته په اشارې سره د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د دغو چارواکو په وینا، دا ملاتړ باید د افغانانو لپاره له نشهيي توکو پرته راتلونکي رامنځته کولو په موخه د ځایناستانو کرنیزو توکو د پرمختګ له نوښتونو سره یو ځای وي.
په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د کوکنارو کښت له ۲۳۳ زره هکټار ځمکې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټار ځمکې ته کم شوی دی.
د دې راپور له مخې، دغه ناڅاپي کموالي د کلیو پر ډېری زیانمنونکو خلکو چې عاید یې د کوکنارو پر کرنې ولاړ دی مستقیمه بشردوستانه اغېزه لرلې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې پر سوداګرو د تریاکو د حاصلاتو له پلورلو د کروندګرو عاید نږدې ۹۲ سلنه کموالی موندلی او په ۲۰۲۲ کال کې له یو میلیارد او ۳۶۰ میلیون ډالرو په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راکم شوی دی.
د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې لپاره د ملګروو ملتونو دفتر اجرايي مدیرې غاده ولي څرګنده کړه: «دا د تریاکو د ناقانونه بازار او ورسره تړلو نړیوالو زیانونو پروړاندې د اوږدمهاله حللارو په درشل کې د کار لپاره یو ریښتینی فرصت دی. په دې لړ کې د پام وړ پایلې او ګواښونه شته چې باید له یوې دوامداره او مثبتې پایلې په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره، د ډاډ ترلاسه کولو ته پاملرنه ورته وشي.»
اغلې ولي زیاته کړه: «نن، افغانان د خپلو ترټولو اړینو اړتیاوو د پوره کولو، له لاسه تللي عاید د اغېزې کمولو او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. راتلونکو میاشتو کې به افغانستان د سوکاله ژوند په برخه کې له د پام وړ پانګونې برخمن شي ترڅو افغان کروندګرو ته د تریاکو ښه ځایناستي توکي د کرلو لپاره وړاندې کړي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي رییسې، د وچکالۍ په وړاندې د پياوړو کرنیزو فعالیتونو په چورلیز د دوامداره پرامختیايي هڅو او له سرچینو پر اغېزناکه کارولو ټینګار وکړ.
د دې راپور له مخې تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د نشهيي توک صادارت بیا بیا د قانوني صادراتي خدماتو او توکو له ارزښت څخه زیات شوی و. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې د نشهيي توکو د اقتصاد د پام وړ کموالی چې په ټول کې یې ۹۰ سلنه کمښت لرلی، افغانستان کې به پراخې اقتصادي پایلې ولري.
دا راپور ټینګار کوي چې ډېری کروندګرو د غنمو کرلو ته مخه کړې چې پایله یې په فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د غلو د کرنې ۱۶۰ زره هکټاري ټولیز زیاتوالی و.
راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې د غنمو کرکېله ښايي تر یوه بریده خوراکي ناامني کمه کړي، د کوکنارو په پرتله د ښه عاید هم رامنځته کوي. د دغه راپور له مخې، په نوموړو ولایتونو کې کروندګرو په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو له کرلو کابو ۱ میلیارد ډالر بالقوه عاید له لاسه ورکړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه اخوا، د هرویینو د تولید کمښت ښايي د قاچاق او د هغه د کارولو د کموالی لامل شي، یا کولای شي د نورو مضرو توکو لکه فنتانیل او مصنوعي نشهيي توکو راپیدا کېدو ته لار هواره کړي.
د کشف او ظبط شمېرې ښيي چې اوسمهال سوداګر د کوکنارو د زېرمو د کولو په حال کې دي ترڅو په ۲۰۲۳ کال کې له کموالي سره مقابله وکړي، په داسې حال کې چې له هیرویینو ګټه اخیستل کم شوي دي. په راپور کې راغلي چې سیمه کې د نورو نشهيي توکو په ځانګړې توګه د مت امفتامین قاچاق زیات شوی دی.
د راپور له مخې، افغانستان کې د نشهيي توکو د کارولو د لوړې سطحې له شتون سره سره شواهدو ته په کتو د درملنې لپاره لارچارې محدودې دي.
دا څېړنه د ملګروملتونو له نشهيي توکو سره د مبارزې دفتر له خوا د عمومي روغتیایي اقداماتو او مرستو د شواهدو له مخې، له هغې جملې له مضرو بالقوه موادو څخه په نشهيي توکو د اخته کسانو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.