ورزش

د کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان هالنډ ته په ماتې ورکولو څلورمه بریا ترلاسه کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې د هالنډ ملي لوبډلې ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن د هند په لکنو ښار کې ترسره شوه چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې په خپله اوومه لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن جمعه له غرمې وروسته ترسره شوه، چې لومړی د هالنډ لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۴۶،۳ اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د دې لوبې په دویمه نیمايي کې چې د هند په لکنو ښار کې ترسره شوه، د هېواد ملي لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره بریا خپله کړه.

د ننګرهار اوسېدونکی اسدالله احساس وايي: «زه د کرېکټ د څلورم بري له امله تاسو ته مبارکي وایم، موږ له کرېکټ لوبډلې هیله لرو چې په راتلونکي کې هم دا ډول خوښۍ موږ ته په برخه کړي. اوس هېڅ داسې لوبډله نشته چې افغانستان ته ماته ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د سه شنبې په ورځ د سریلانکا لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه په نړيوال جام کې د انګلستان او پاکستان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې، خو د بنګله دېش، نيوزيلنډ او هندوستان د لوبډلو پر وړاندې يې ماتې خوړلې.

د ننګرهار اوسېدونکی محمد عثمان وايي: «ډېر خوښ یم چې زموږ ملي لوبډلې دومره لوی بری ترلاسه کړ. په راتلونکي کې به هم ان‌شاءالله د افریقا او استرالیا په شان لویو لوبډلو ته ماتې ورکړو.»  

ټاکل شوې افغانستان راتلونکې اونۍ د اسټرالیا او سویلي افریقا له پیاوړو لوبډلو سره لوبه وکړي.