افغانستان سویلي آسیا

د بشري حقونو څار بنسټ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د درولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو څار بنسټ د سه شنبې په ورځ د پاکستان له خوا د ناقانونه افغان کډوالو د ګواښلو، ناوړه استفادې او نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېری کډوال د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په شان هېوادونو ته د تلو په تمه دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د پاکستان دا پرېکړه به ډېری افغان کډوال له لوی خطر سره مخ کړي.

دغه اداره وايي، په پاکستان کې افغان کډوال له ځورونې، او خپلسري نیونو سره مخ دي او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر زیاتوالي نیوکه کوي.

د نومبر په لومړۍ نیټه به ۱.۷میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د جبري ایستلو له خطر سره مخامخ شي.

پاکستاني پوليسو چې څو ورځې وړاندې يې له بېلابېلو ښارونو څخه د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيل کړې وه، سبا به يې د ایستلو لړۍ پراخه کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت خطرناک دی، په ځانګړې توګه د ډېرو هغو کسانو لپاره چې له طالبانو څخه تښتېدلي او د هغوی ژوند به له جدي خطر سره مخامخ شي.

دغه اداره وايي، ډېری هغه افغانان چې په امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د بیا مېشتېدو په تمه دي د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، وروسته له هغې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اکټوبر په درېیمه نېټه یوه میاشت ضرب الاجل اعلان کړ، د پاکستان له لوري افغان کډوال ځورول شوي، په خپلسري ډول نیول شوي او د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

یو شمېر کابل ښاریان د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کوي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیس اسناد لرونکي او بې اسناده کډوال نیسي او وضعیت یې دومره کړکېچن شوی چې خلک ان د خوراکي توکو د پېرلو لپاره بازار ته نه شي تللای.

د بشري حقونو د څار ادارې په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ښځې او نجونې د خپلو موخو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم د اکتوبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د کډوالو لوړې کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه، خو پاکستاني چارواکو دې غوښتنې ته هېڅ پام ونه کړ او د ایستلو پر پلان یې ټینګار وکړ.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په درشل کې دغې ادارې د ننګرهار په ثمرخیلو سیمه کې له کډوالو سره د نغدي مرستو د ویش له مرکزه د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنیدو بهیر زیات شوی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوړه کمېشنري وايي: «سږکال بېرته ستنیدل ډېر شوي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پلان اعلان کړ.»

د دې ادارې شمېرې ښيي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ۶۰۰ زره کسان له افغانستانه وتلي او پاکستان ته کډه شوي او اوس د دوی غوڅ اکثریت د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار ادارې له امریکا، بریتانیې، جرمني او کاناډا غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په تېره بیا د ښځو او نجونو د بیا مېشتېدو بهیر چټک کړي.