افغانستان ورزش

په زابل کې له ګوزڼ ضد واکسین څخه د ملاتړ په موخه د کرېکټ سیمه‌ييزې سیالۍ

ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له کمپاین څخه د ملاتړ په موخه په زابل ولایت کې د پنځو ورځو لپاره د کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان په سویل زابل ولایت کې د پنځو ورځو لپاره د دې ولایت په کچه د کرېکټ سیالۍ دوام لري.

د دې ولایت له پنځو ولسوالیو د کرېکټ لوبغاړو په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

په زابل کې د کرېکټ بورډ مسوول محبوب محبت وايي: «ددغو سیالیو موخه د ماشومانو د ګوزڼ واکسین له کمپاین سره د خلکو بلدتیا او له دې کمپاین څخه د خلکو ملاتړ بلل شوی دی.»

په زابل کې د کرېکټ لوبغاړي وایي چې دا سیالۍ په دې ولایت کې د ورزش د ودې لپاره ګټورې بلل شوې دي.

د کرېکټ یو یو لوبغاړی محمد رشتین وايي: «موږ په دغو سیالو کې په ګډون سره خپل ځانونه پياوړي کولای شو.»

دا په داسې حال کې دي چې په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ځلېدو دغه ورزش په ځوانانو کې ډېر پلویان پیدا کړي دي.