افغانستان

هرات کې تېره شپه د رېښتر په کچه پنځه درجې زلزله وشوه

د امریکا د زلزلې سنجولو مرکز د راپور له مخې تېره شپه ناوخته د رېښتر په کچه پنځه درجې زلزلې هرات ولړزاوه.

ددغه مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د شپې په ۱۱:۵۷ دقیقې (شنبې د لړم شپږمه) د ځمکې د تل په لس کیلومترۍ کې او د هرات په شمال ۲۴ کیلومترۍ کې شوې ده.

تراوسه ددغې زلزلې له احتمالي زیانونو په اړه رپوټ نه دی ورکړ شوی.

په هرات کې د تېرې میاشتې له نیمايي راهیسې څو ځله زلزلې شوې دي.

د ځینو شمېرو پربنسټ، په دغو زلزو کې څه د پاسه دوه زره تنه مړي شوي دي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر تېره ورځ راپور ورکړی چې د هرات زلزله ځپلي د ژمي په درشل کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې راغلي چې په هرات کې ۱۱۴ زره تنو ته د مرستې لپاره څه د پاسه ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.