د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په زور ایستلو پرېکړه له بشري حقونو سرغړونه کوي.
د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک آمو ته وویل، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اعتراض د مدني ټولنې د غونډې مخه ونیوله او دوی یې هم د دوه ساعتونو لپاره کلابند کړي وو.
تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تراوسه د تورخم او سپین بولدک له لارو شل زره کډوال په زوره رایستل شوي دي.
دغه انځورونه چې آمو ته رسېدلي ښيي چې پاکستاني پولیسو د پاکستان د راولپنډۍ ښار د سرسعید کوڅې په سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید کړی او پنځه افغان ښوونکي یې له ټولګي ایستلي او د پولیسو مرکز ته یې لېږدولي دي.
د دغه ښوونیز مرکز ښوونکي وايي، چې پولیسو له دوی شپږ ساعته پوښتنې ګروېږنې وکړې او بیا یې خوشي کړل، خو د دغه هېواد پولیسو یادو افغانانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې خپل قانوني اسناد د پولیسو دې مرکز ته وړاندې کړي.
ښوونکی او افغان کډوال عبدالغفار ابراهیمي وايي: «له بده مرغه، پولیسو اکاډمیک نزاکت هم مراعت نه کړ او درسي ټولګیو ته ننوتل چې ډیری زده کونکي ویرېدلي وو، بیا یې زه له څلورو نورو ښوونکو سره ونیولم او د پولیسو مرکز ته یې وېوړو. شپږ ساعته بندیان وو. د یو پاکستاني خبریالان په ضمانت د ۴۸ ساعتونو لپاره خوشي شو او موږ دومره وخت نه لرو چې د ځان لپاره قانوني اسناد چمتو کړو.»
څه باندې لس کاله یې د افغانستان په خصوصي رسنیو کې د انځور اخیستونکي په توګه کار کړی دی. وايي، د هېواد پر رسنيو او وګړو د طالبانو محدوديتونو دې ته اړ کړ چې له یو اروپايي هېواد د ويزې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته ولاړ شي. اوس یو کال کیږي چې په پاکستان کې اوسیږي.
احمدشاه وايي، چې پاکستاني پوليسو د سه شنبې په ماښام په راولپنډۍ کې خپل کور ته څېرمه ونيولم او له درېيو ساعتونو وروسته يې خوشې کړم.
وايي د پاکستان ويزه لري او په غير قانوني توګه په دغه هېواد کې نه اوسېږي.
احمد شاه مروت افغان کډوال وايي: «پرون، کله چې د کور لپاره سودا اخیستلو پسې بازار ته لاړم، د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شوم. لږ وروسته يې چې له ما اسناد وغوښتل، زما موبايل يې هم واخيست، اسناد يې وليدل او ويې ويل چې جعلي دي، له ما څخه يې وپوښتل چې پيسې له کومه کوي، څه کوې او ولې پاکستان ته راغلې.»
له پاکستانه د افغانانو د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره هم د دې هېواد حکومت له خپلې پرېکړې یو ګام هم نه دی شاته شوی.
د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر آمو ته وایي چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د پاکستان پرېکړه د بشري حقونو خلاف ده.
ښاغلي خټک همداراز زیاته کړه چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دې ګوند د غونډې د جوړېدو مخه هم ونیوله.
د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک وايي: «پرون ماښام له مدني ټولنې سره په اسلام اباد کې یو ځای شو او زموږ غوښتنه دا وه چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړو او د بشري حقونو له لارې دا مسله تعقیب کړو، چې پولیس راغلل او ویې ویل چې تاسو دا غونډه نه شئ کولی او ستاسو غونډه غیرقانوني ده. زموږ غونډه یې د دوه ساعتونو لپاره کلابنده کړه او زموږ د وینا او غونډې مخه یې ونیوله.»
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۴مه شاوخوا ۵۲۰۰ افغان کډوال او پناه غوښتونکي په زوره ایستل شوي او د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي.
تر دې مخکې د طالبانو ویاند له پاکستانه غوښتي وو چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.