افغانستان ورزش

د پاکستان پروړاندې د کرېکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته د هېوادوالو خوښي

د ننه په هېواد او بهر کې افغانانو د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې د افغانستان له بریا هرکلي وکړ.

په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریانو دا بری د شپې تر ناوخته ولمانځله او دا بریالیتوب یې د افغانانو ترمنځ د خوښۍ او یووالي د یوه فرصت په توګه وباله.

د ننګرهار اوسېدونکی حنیف‌الله اخوندزاده وايي: «له زرګونه ننګونو سره سره، دا د کرېکټ لوبې دي چې خلکو ته خوښي ورکوي او د یووالي پیغام خپروي.»

د کابل اوسېدونکي مدثر یوسف‌زي هم وویل: «موږ په دې بریا سره ډېر خوشحاله شوو.»

همداراز هېواد کې دننه او بهر یو شمېر سیاسي څېرو له دې بریا هرکلی وکړ.

د دوشنبې په ورځ افغانستان هند کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام یوه په زړه پورې لوبه کې وتوانېد پاکستان ته د ۸ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

دا په پنځوس اوریزو سیالیو کې د پاکستان پروړاندې د افغانستان لومړنۍ بریا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده په نړیوال جام کې انګلستان ته هم ماته ورکړي.