ورزش

د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان تاریخي بریا

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام پاکستان ته د اتو ویکټو په توپير ماته ورکړه.

دا په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې لومړنی بری دی.

په دې سیالۍ کې لومړی پاکستان توپ‌وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو یې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۸۲ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۸۷، رحمت الله ګربز ۶۵ او رحمت شاه ۵۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان بیا ټاکل شوی هدف په ۴۹ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په له لاسه ورکولو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او خپله جایزه یې هغو افغانانو ته ډالۍ کړه چې له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

دا په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې دوهم بری دی.

په دغه جام کې به د افغانستان شپږمه لوبه د اکتوبر په دېرشمه نېټه د سریلانکا پروړاندې وي.