د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وروستۍ شمېرې ښيي چې د هرات د زلزلې په پایله کې ۲۱زره و ۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.
د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې لږ تر لږه ۱۵۴ زره کسان له دغې لارې اغېزمن شوي او له دې ډلې ۱۱۴ زره کسان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې د هرات زلزله ځپلو ته د بېړنيو سرپناه، خوراکي او روغتيايي مرستو رسولو لړۍ روانه ده، خو د هوا په سړېدو سره د هرات د زيانمنو لپاره د باثباته حل لارې موندلو ته اړتيا ده.
له دې سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د اسانتیاوو او په ځانګړې توګه د اوبو نشتوالی د زلزلې د قربانیانو د ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي.
د هرات د سیاه آب له کلي یوازې دغه ویجاړۍ پاتې دي او بس،
کوم کلی چې یو وخت په کې ۳۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو د اکتوبر د اوومې زلزلې د سیاه آب د خښتو کورونه ویجاړ کړل.
هغه د اوو تنو د کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې شوی کس دی. الف بلوچ په ایران کې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ په لټه کې و، چې زلزلې د هغه درې لوڼې، دوه زامن او مېرمن یې له ځان سره یوړل.
د هرات اوسېدونکی الف بلوچ وايي: «له شهیدانو مې یو تن هم ونه لید، دا پتلون زما د اولادونو دی، له زړه، له ګران مې، یوازې همدا پاتې دي، د کورنۍ نور ټول غړي لاړل، یوازې زه پاتې یم او زما خدای.»
بلوچ خپلې لوڼې د مړو په منځ کې وپيژندلې ، خو نه یې خپل نور اولادونه ليدلي او نه يې ښځه. هغه وايي چې ډېری وخت په هديره کې د خپلو خپلوانو له قبرونو سره تېروي.
په هرات کې زلزلې د زرګونو کسانو ژوند واخیست. د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د تازه شمېرو پر بنسټ، په هرات کې ۲۱زره و ۵۰۰ کورونه په ځانګړي ډول په زنده جان او انجیل ولسوالیو کې په بشپړه توګه یا په سخت ډول زیانمن شوي دي.
د بشردوستانه مرستو د شمېرې د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي:
– یوویشت زره او ۵۹۹ کورونه په ځانګړې توګه په زنده جان او انجیل ولسوالیو کې ویجاړ شوي
ـ اته زره او ۴۲۹ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شول
– ۱۷ زره او ۸۸ کورونه سخت زیانمن شوي
– ۱۵۴ زره تنه اغېزمن شوي دي
– ۱۱۴ زره کسان تر ټولو زیات زیانمن شوي
په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان د بیړني روغتیایي ګروپ مشر علاء ابو زید وايي: «سړه هوا راتلونکې ده او هغه کډوال چې د بحران له امله اغېزمن شوي بې کوره شوي او د مناسبو خوړو، اوبو او نورو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي، دا د دوی په منځ کې د ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي. د ارزونې سیسټم ۲۴ ساعته کار کوي. تر څو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي او ورته پاملرنه وکړي.»
هراتیان سختې ورځې تېروي. زرګونو زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي، ځینې د زلزلې له ویرې بهر خوب کوي، او ټول په بشري مرستو تکیه کوي؛ هغه څه چې د هر چا د لید لپاره جدي اړتیا بلل کېږي دایمي سرپناه ده.