افغانستان

له طالبانو سره په مادرید کې د افغانستان سفارت د تعامل په وړاندې د افغانانو اعتراض

تېره ورځ د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو، د معترضو مېرمنو استازو او د افغان کډوالو استازو د اسپانیا په مادرید، بارسلونا، بیلبا او خیخون ښارونو کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د «تعامل او همکاري» په وړاندې اعتراض وکړ.

دغو اعتراض کوونکو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره ټینګار وکړ چې «له طالبانو سره تعامل چې په هره پلمه ترسره شي غندنه یې کوو.»

ددغه پرېکړه لیک په دوام کې راغلي: «دغه تعامل او همکاریو د طالبانو ترهګرۍ ډلې په رسمیت پېژندلو لپاره لاره هواره کړې او په اروپا په تېره بیا اسپانیا کې افراط پالنه او ترهګري زیاتوي. سربېره پر دې د نړۍ له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته په پام سره، ناامني پياوړې کوي.»

په پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی: «دا تعامل، په اسپانیا کې د ټولو افغان سیاسي پناه غوښتونکو او د سیمې هېوادونو د سیاسي پناه‌غوښتونکو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.»

په دې پرېکړه لیک کې راغلي: «په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې، طالبانو نه یوازې د دوحې په مذاکراتو او هوکړه کې پر هېڅ یوې ژمنې عمل نه دی کړی، بلکې د محدودیتونو په لګولو سره یې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده. په دې لړ کې ښځې چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه جوړوي، د جنسیت له امله له خپلو ټولو انساني حقونو بې برخې شوې دي. نیوکه کوونکي، د بشري حقونو فعالین په تېره بیا معترضې مېرمنې، د زده کړو فعالین، خبریالان او د تېر جمهوري نظام کارکوونکي په بې رحمۍ ځپل او شکنجه شوي او زیات شمېر نور وژل شوي دي.»

دوی ویلي: «سربېره پر دې په افغانستان کې تاوتریخوالی په بې مخینې توګه زیات شوی دی. وګړي د ژبې او مذهب په نوم له تاوتریخوالي سره مخ شوي. په دې لړ کې د هزاره وګړو په وړاندې تاوتریخوالی په سیستماتیک ډول پراخ شوی دی. هزاره‌ګان د قومي او مذهبي اختلاف له امله د ملکیت له غصب، جبري کډې کولو او هدفي وژنو سره مخ شوي دي.»

د پرېکړه لیک په پای کې راغلي:

  • د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزارته غواړو چې دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړي او له طالبانو سره د هر ډول تعامل او همکارۍ مخه ونیسي او د افراط پالنې د ودې اجازه ورنه کړي.
  • موږ له مګروملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او بنسټونو او نړیوالې ټولنې غواړو په افغانستان کې د نړیوالو ارزښتونو پر بنسټ د ټولګډونه دولت د جوړېدو لپاره لپاره له ټولو اوزارونو کار واخلي.
  • ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو هغه جنایتونه چې طالبانو ترسره کړي، د هزاره وګړو نسل وژنه او جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د اسپانیا په مادرید ښار کې د افغانستان سفارت جمعه د تلې په څوارلسمه اعلان وکړ چې «په کونسلي چارو کې» په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان او افغانانو استازیتوب کوي.

په دغه اعلامیه کې په اسپانیا کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې راغلي: «ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه؛ دا سفارت په کونسلي چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی او د کونسلي چارو اسنادو تاییدي مکتوبونه د معمول په ډول په کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته لېږل کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو ورخو کې په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم اعلان وکړ چې په کابل کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکې ټینګې کړې دي.