افغانستان

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ددغه هېواد له دولته وغوښتل د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه لغوه کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ددغه هېواد له دولته غوښتي چې ژرترژره د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د ناقانونه کډوالو په تېره بیا افغانانو د ایستلو په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون رییسې حناجیلاني په اسلام آباد کې د مشورتي ناستې پرمهال ویلي چې د غوښتونکو اړتیاوو ته له پامه پرته پر ټولو پناه غوښتونکو یو شان حل لاره نه شي عملي کېدای.

مېرمن جیلاني وویل: «آن د کډوالو په هکله د یوه حساب شوي سیاست په نشتوالي کې، پاکستان بیا هم نړیوالو قوانینو ته ژمن دی.»

هغې زیاته کړه چې په هر ډول سیاست کې باید بشردوستانه اندېښنو ته پر امنیتي اندېښنو لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په ګډون د ملګروملتونو یو شمېر ځانګړو راپور ورکوونکو د سه شنبې به ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو له پاکستانه وغوښتل ژر ترژره له دې هېواده د ۱،۴ میلیونه وګړو د ډله‌ييز ایستلو بهیر ودروي.

د پاکستان دولت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې له اسنادو پرته ټول بهرني وګړي باید د روان زېږدیز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې له دې هېواده ووځي پرته له هغې به په زور وایستل شي.

په دغه بیانیه کې راغلي چې دا ایستل په پراخه توګه پر هغو ۱،۴ میلیونه افغانانو اغېز کوي چې د سختو بشري اندېښنو او په افغانستان کې د انساني ناورین له امله پاکستان ته کډه شوي دي.

د ملګروملتونو کارپوهانو د کورنیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه چې د بشري حقونو د سرغړونې او تېري له جدي خطر سره مخ دي، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.