افغانستان

د هرات د زلزله ځپلو لپاره د «څه د پاسه ۲ زره کورونو» د جوړولو پیل

طالبان وايي چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره یې د دوه زره او ۱۴۶ کورونو د جوړولو کار نن چهارشنبې پیل کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا کورونه د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې جوړېږي او هڅه به وشي چې ددغه ښارګوټي کار د ژمي له راسېدو مخکې بشپړ شي.

شمېرې ښيي چې د هرات د زلزلې له امله څه د پاسه دوه زره تنه مړه شوي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، د هرات په زلزله کې ۱۲ کلي تخریب شوي او لږ ترلږه دوه زره او ۵۰۰ کورونه وران شوي دي.