افغانستان

جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳ میلیون ډالري بیړنۍ مرستې خبر ورکړ

د جاپان حکومت اعلان وکړ چې خپله درې میلیون ډالري بیړنۍ مرسته به د خوړو، روغتیايي خدماتو او نورو اړتیاوو برابرولو نړیوالو سازمانونو له لارې د هرات د زلزله ځپلو لپاره چمتو کړي.

جاپان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد دولت پرېکړه کړې چې ۱،۴۶ میلیون ډالره اضافي مرسته به د جاپاني بنسټونو له لارې له افغانانو سره وکړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «د جاپان دولت به افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او په افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت د ښه کولو لپاهر به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

ددې اعلامیې پربنسټ، جاپان یو میلیون ډالر د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې د خوراکي توکو د برابرولو؛ یو میلیون ډالر د کډوالۍ د نړیوال سازمان له لارې د اوبو او روغتیايي توکو د چمتو کولو او یو میلیون ډالر هم د سره صلیب د نړیوال فډراسیون او سرې میاشتې ټولنې له لارې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه په پام کې نیولي دي.